کورني خبرونه
رجحان

عبدالسلام ضعیف طالبانو ته؛ د فرصتونو ضایع د ناپوهانو کار وي

دغه پخواني طالب چارواکي طالبانو ته په اشارې سره ویلي، د فرصتونو ضایع د ناپوهانو کار دی

واکمن طالبان د خلکو ستونزو له په پام کې نیولو پرته داسې پرېکړې کوي چې هم په نړیوال سیاست او هم په هېواد دننه د افغان ولس د ناراضایتۍ سبب کېږي

له همدې امله هغه طالب چارواکي چې د حالاتو پر تحلیل پوهېږي، د طالبانو دا ډول پرېکړې ورته اندېښمنوونکي وي.

دوی وخت ناوخت هڅه کوي تر څو واکمنو چارواکو ته د دا ډول تصمیمونو د ناوړه پایلو په اړه مستقیم یا غیر مستقیم خبر ورکړي. 

تازه په کور ناست پخواني طالب چارواکي عبدالسلام ضعیف، د طالبانو وروستیو پرېکړو ته په اشارې ویلي، د فرصتونو له منځه وړل د ناپوهه سیاستوالو کار وي.

د چا له نوم اخیستو پرته د هغه څرګندونې

عبدالسلام ضعیف,طالبان

هغه د چا نوم نه دی اخیستی، خو په وروستیو کې طالبانو د امربالمعروف د قانون پلي کېدو خبر ورکړی.

په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفير عبدالسلام ضعیف تېره شپه د (وږي شپږمه) په ایکس پاڼه د طالبانو حکومت وروستيو پرېکړو ته په اشارې ليکلي، په سياست کې بايد له هر فرصت څخه مثبته ګټه واخیستل شي او د فرصتونو له منځه وړل د ناپوهو سیاستوالو کار وي چې بیا یې جبران نه شي کېدای.

نور ولولئ | له پاکستان سره د اړیکو خرابوالی؛ د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۶۵ سلنه کمښت راغلی

نور ولولئ | د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

هغه وړاندې وايي: «د همدغو خپلسریو له امله په ټولنه منفي اثرات غورځي او د وخت په تېرېدو زياتېږي، چې بیا په تدريج سره په يو ګواښ بدلېږي.»

ویښ سیاستوال او ولس

سلام ضعیف طالب مشرانو ته په اشارې سره زیاتوي، «سياستوال بايد ويښ، هوښيار او متحرک و اوسي.»

عبدالسلام ضعیف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د امربالمعروف قانون توشیح او دغه وزارت ته یې په کې پراخ واکونه ورکړي چې افغانان او په ځانګړي ډول ښځې نورې هم وځپي او له دغه قانونه په سرغړونه یې ان زنداني هم کړي.

روانه اوونۍ د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د خپل یو کلن کاري ماموریت د حساب ورکولو پر مهال وویل،‌ چې د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري. ځکه چې په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له لوري پر افغان ولس د لا محدودیتونو د وضع کولو لپاره لستوڼي رابډوهلي دي. 

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button