تجارت خبرونه

له پاکستان سره د اړیکو خرابوالی؛ د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۶۵ سلنه کمښت راغلی

له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو خرابوالي د ډبرو سکرو پر صادراتو هم اغېز کړی دی

د طالبانو تر کنټرول لاندې صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، بهرنیو هېوادونو ته د تېر کال په پرتله د ډبرو سکرو صادرات ۶۵سلنه راکم شوي دي.

د یاد شوي وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد ویلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۱۷۴ مېلیونو ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هغو د صادراتو ارزښت ۴۹۷ مېلیونه ډالرو ته رسېده.

د ډبرو سکرو صادرات

جواد وايي:«د ۱۴۰۲ کال په لړ کې د ۱۷۴ مېلیون ډالرو په ارزښت د ډبرو سکرو صادرات وو چې، د پاکستان، ترکیې، ایران او هندوستان هېوادونو ته صادر شوي دي.»

coal
د ډبرو سکاره چې بار لارۍ یې پاکستان ته اوښتې

دغه طالب ویاند نه دي مشخص کړي، چې له یادو هېوادونو څخه کوم یوه ته افغانستان په کومه سطحه د ډبرو سکاره صادرول او اوس یې په صادراتو کې کوم یوه ته ډېر کمښت راغلی.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

نور ولولئ: د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

نور ولولئ: د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

مخکې ویل شوي وو، چې د افغانستان تر ټولو زیات د ډبرو سکاره پاکستان ته په ارزانه بیه صادریږي.

له دې امله پر طالب چارواکو توندې نیوکې هم شوې وې او پاکستان سره په دې اړه په مرموزو معاملو تورن شوي وو.

له پاکستان سره خرابې اړیکې

اوس ځینو طالب پلوو فعالانو د ډبرو سکرو په صادراتو کې کمښت، په دغو صادراتو کې د روڼتیا تامینولو هڅې او په خاص ډول پاکستان سره په دې تړاو د اصولي حساب کتاب لرل ښودلي، خو منتقدان یې باور لري چې پاکستان سره د طالبانو ناندریزو شویو اړیکو او دغه راز د پاکستان خرابیدونکی اقتصادي وضعیت د دغو صادراتو د کمښت اصلي لاملونه دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د ډبرو سکرو د زیرمو یو کمربند لري چې ۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۳۵ تر ۴۰ کیلومتره سور لري، چې له بدخشانه پيلېږي او په هرات کې پای ته رسېږي او د دغو کانونو د استخراج چارې کورنیو شرکتونو ته سپارل شوې دي او ترې د ترلاسه کېدونکو عوایدو لویه برخه د لویو پروژو لکه د قوش تېپې د کانال، د بغلان د سمنټو د تولید د فابریکې او نورو پروژو د تمویل لپاره کارول کیږي او د هېواد د ډبرو سکرو په کانونو کې سلګونو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button