نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله:مننه کوم چې طالبان خبروته حاضرشو

عبدالله عبدالله:مننه کوم چې طالبان خبروته حاضرشو  د مصالحېعالي شورا رییس مشر ډاکټرعبدالله عبدالله د پلاوي په استازیتوب په قطر کې دخپلمنځي  مذاکراتو افتتحایه ناسته کې د پیل وینا پر مهال له طالبانو څخه مننه وکړه چې حکومت سره  د سولې خبرو لپاره حاضر شو.

ښاغلي عبدالله وایي، جنګ پر بیا ځلې جنګ نه ختمیږي، باید د یو سیاسي جوړ جاړي له لارې سره سولې ته ورسیږو او نور باید د افغانانو نسل وژنهونشي . موږ دولس زره هېواد وال شهیدان له لاسه ورکړل او له ١٥ زرو مو زخمیان شول..موږ دواړه لوري باید د خپل ملت ازادې ارادې ته احترام ولرو او ورته غاړه کېږدو، د سولې پایښت د ملت له ارادې څخه منځته راځي اوس ېې وخت دی باید ټولې خواوې دایمي سولې ته هڅې وکړي.

نوموړي ویلي. د افغانستان اسلامي جمهوریت له څو کلونو را پدیخوا سولې ته کار کول خپله شرعي او ملي وجیبه ګڼلې او دې لپاره مو عملي اقدامات کړي دي چې له ټول ېې دغه مجلس کې یاد کړل. . ډاکټر عبدالله عبدالله وایي په ځانګړو دیني او ملي ورځو کې مو د اوربند غږ کړی او مننه چې طالبانو دې غږ ته لبیک ووایه او راسره یې بدرګه کړ

هغه زیاته کړه د سولې لپاره مو عملي اقداماتو کې ډېره قرباني ورکړې. د سولې لپاره مو د طالبانو زرګونه بندیان ازاد کړل او مننه چې طالبانو زموږ بندیان ازاد کړل، زه ډاډه یم چې د هر خوشې شوي بندي په کور کې به خوشالي وي.باور لرم که موږ ټول په صداقت او رښتینولۍ سره یو بل ته لاس ورکړو، په هېواد کې به د غم او جګړې خور شوی ټغر ټول شي. په نیک نیت قطر ته د خپل پلاوي سره راغلي یوو او هیله مند یوو چې دواړه لوري سره موافق شو او افغانستان ته سوله له ځانه سره یوسو.

باورمند یم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت تر منځ سوله د ټول هېواد د ثبات لپاره اړینه او ګټوره ده نن باید اجازه ورنه  کړو چې راغلی فرصت له منځه لاړ شي.او د جنګ اوږده موده مو لا پسې زیاته شي. هر ملت د همدې په څېر  تجربې په خپل تاریخ کې لري، هیله لرم چې د الله ج په مرسته او د ټولو په یووالي سولې ته لاره هواره کړو . نه یوازې د افغانستان ولس بلکې په ټوله نړۍ کې مو خواخوږي هېوادونه غواړي چې موږ له تاوتریخوالي او یو بل وژنه بند کړو.

دا زمونږ وظیفه ده چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون خپل ملي بنسټونه لا پیاوړي کړو، موږ د بشر دوستانه اوربند غوښتنه کوو. فقر او بې وزلي په جګړه کې لا رېښې غځوي. د افغانستان خلک ستاسو مرستو ته اړتیا لري، هیله لرم د نړیواله ټولنه له سولې وروسته هم خپلو همکاری او مرسته ادامه وکړي.تر څو افغانان په خپلو پخو ودریږي.

نوموړي همداراز وویل چې باید تېر هېر کړو او د راتلونکي پلانونو باندې فکر وکړو ځکه پرمختللي هېوادونه خپل راتلونکې په اړه فکر کوي. او خپلو هېوادوالو ته خدمت کوي نوموړي وویل اوی وخت راغلۍ چې دواړه لورې د بل هر څه شولې ته لومړیتوب ورکړو او افغانستان کې نور د شته بد بختیو مخنیوۍ وکړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button