Uncategorized

عبدالله عبدالله: جګړه لویه تشه ظایع ده

عبدالله عبدالله: جګړه لویه تشه ظایع ده.د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له ډيري چوپتیا وروسته د وروستیو جګړو او تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې جګړه لویه تشه ظایع ده.

ښاغلی عبدالله وویل چې طالبان نه شي کولای چې د جګړې له لارې واک ته ورسیږي، د ده په وینا چې جګړه ستره ضایعه ده او قربانیان یې یوازي خلک دي.نوموړی وویل دا د خبرو وخت دی خو دا چې سوله بابیزه ګڼل کیږي دا یوه لویه تاریخي  ضایعه ده، نو باید په دې هکله پوره غوره وشي.د افغانستان د ملي روغي جوړي شورا مشر وویل چې امریکايي ځواکونو وتلو پرېکړې ته موږ چمتو نه وو، او په چمتوالي کې بې غوري شوې.

د هغه په اند د امریکايي ځواکونو وتلو پریکړې طالبانو ته داسې شرایط برابر کړل هغوی اوس داسې فکر کوي چې په زور کولای شي واک تر لاسه کړي خو داسې نه ده.عبدالله عبدالله پس له ډیره انتظاره دا څرګندونې کړې او له طالبانو يې غوښتي چې باید د سولې خبرو ته کښېني تراوسه پوري د سولې په برخه کې هیڅ د پام وړ لاس ته راوړنه نشته ولې هیلې شته چې د سولې خبرې به نتیجه ورکړي.

20210616 182450

راپورونه وايي چې د طالبانو او دولت پلاوي د تماس ډلو ترمنځ یوه ناسته شوې او تمه ده چې نور پرمختګونه هم رامنځ ته شي خو تراوسه پوري څومره چې تمه ده د سولې خبرو برخه کې کار نه دی شوی ځکه چې د سولې هرڅومره غونډې تر سره شوې نو په افغانستان کې يې د جګړې اور ته کمبود نه دی ورکړی.

دا هم ولولئ:  افغانستان کې د ډالري عاید ترلاسه کولو لارې چارې: انټرنټي پانګونې او کاپي ټریډنګ فرصتونه

اوسمهال د جګړې دا اور ورځ تر بلې سختیږي نړیوال او یو شمېر سازمانونه وایي که چیري په افغانستان کې د سولې لپاره کوم کار تر سره نه شي نو په دې هېواد کې به یو لوی بشري ناورین رامنځه ته شي ځکه چې حالات ورځ تر بلې خونړۍ کیږي او د جګړو ډیر نقصان افغانستان کې ملکي وګړو ته اوړي.او د خلکو ژوند نور هم خرابیږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button