نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: دحکومت مزاکراتي ټيم دتقویت لپاره باید کار وشي

عبدالله عبدالله: دحکومت مزاکراتي ټيم تقویت لپاره باید کار وشي داسې مهال چې په قطر کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې دوام لري ؛ دافغان دولت د ملي مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» پر افغان سیاسيونو غږ کړی چې د مذاکراتي ټيم د تقویت او غښتلتیا لپاره اقدامات وکړي.

عبدالله عبدالله چې  د کندهار مخکیني امنیه قوماندان «عبداالرارق» د دوهم تلین په مناسبت  یې په کابل  کې رابلل شوې ناستې ته وینا کوله، پر سیاسي مشرانو باندې غږ وکړ چې « د حکومت مذاکراتي ټیم د غښتلتیا لپاره کار وکړی، تر څو دغه ټیم په ښه توګه خپلې چارې مخته یوسي او د ولس غږ په ورسوي.»عبدالله زیاته کړه، چې د افغان دولت مذاکراتي ټیم د «افغانانو د هویت او تمامیت ساتنې» په موخه مذاکراتو ته ناست دی او د افغانستان له خلګو استازیتوب کوي.دويي باید سم تقویه شي.

ښاغلي عبدالله ددې تر څنګ طالبانو باندې غږ وکړ، چې د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته دې د امارت د بیا راوستلو کوشش نه کوي؛ ځکه دده په خبره، دا «ناسمه محاسبه ده.»عبدالله د طالبانو له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د جګړې په زیاتوالي هم اندېښنه وښوده او په خبره يې، د جګړې او په یو ولایت یا ولسوالۍ کې د برلاسۍ له لارې د سولې مزل لنډېدای نشي.هغه وویل اوس باید د بل هر څه نه زیات سولې ته لومړیتوب ورکړی شي.

د هغه لخوا پورته څرګندونې په داسې وخت کې دي چې په قطر کې طالبانو او د افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونه د خبرو مېز ته ناست دي.که څه هم له مذاکراتو یوه میاشت تېرېږي؛ خو لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي د ناستو د طرزالعمل په تړاو هوکړې ته ورسېږي.او نه هم کوم داسې پرمختګ شوی چې د سولې خبرې پکې یو پایله یا یو طرف ته ورسیږي.

طالبان ټينګار لري، چې بین الافغاني مذاکرات د طالبانو-امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس پیل شوي؛ نو ځکه باید راتلونکي توافقات هم په همدې بنسټ وي؛ مګر له کابله تللی پلاوی په دې اړه توافق نه کوي.اوس د دواړه لورې په هيڅ کوم توافق ندي راضي شوي. ځیني سیاسي شنونکې په دې اړه وايي چې دويي باید په داسې نوکاتو خبرې وکړي کوم چې د بحث وړ وي.

بلخوا بیا سوشل ميډيا کې په دې اړه ویل شوي چې دواړه لورې باید ژر تر ژره په اور بند باندې له ټولو خبرو څخه اول خبرې وکړي تر څو افغان وژنه بند شي او افغانان د سکون ساه واخلي که داسې ونشي نو ښايي د سولې خبرې ناکامې شي او بې له کومې پایلې نور هم ځنډ سره مخ شي. د نړی په هیڅ قانون او توافق کې دا نسته چې د سولې د خبرو په دوام کې تاتریخوالی هم وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button