نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: د امریکا نوي حکومت ته به هم سوله لومړیتوب وي

عبدالله عبدالله: د امریکا نوي حکومت ته به سوله لومړیتوب وي د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان د سولې پر پروسه کوم ځانګړی اغېز نه لري او که بایډن بریالی هم شي، بیا به هم سوله دامریکا په اولیت کې وي.

ښاغلي عبدالله یادې څرګندونې نن په هرات ښار کې رسنیو ته وکړې.نوموړي وویل، چې د بایډن له بریا وروسته به هم سوله د متحده ایالاتو په لومړیتوبونو کې وي او واشنګټن به له دې پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.عبدالله وړاندې زیاته کړه «د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، فکر کوم له سولې پروسې د امریکا ملاتړ دوام کوي، ښایي په دې پروسه کې څه ورو والی راشي.

نوموړي همداراز ویلي چې زه وینم چې سوله لا هم د امریکا په لومړیتوبونو کې ده او هغوی د لومړیتوب په سترګه  ورته ګوري.»عبدالله چې د «هرات د امنیتي ناستو د لړۍ» په نهمه کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه هرات ته تللی وو؛ هلته یې په دوحه کې د سولې له روانو خبرو ناخوښي څرګنده کړې او په خبره يې، تر دې دمه د دوحې په مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

عبدالله عبدالله ادعا لري چې د طالبانو د دریځ له امله په مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی او په خبره يې، دا چې طالبان انعطاف نه کوي له امله یې د سولې مذاکرات ټکني شوي.د عبدالله په خبره، په دوحه کې خبرې لا هم روانې دي او ناستې دوام لري؛ خو  طالبان باید درک کړي چې یوازې د مذاکراتو له لوري اهدافو ته رسېدای شي.

عبدالله عبدالله: د امریکا نوي حکومت ته به هم سوله لومړیتوب وي

د عبدلله له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو لا هم د سولې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی؛ خو د هیواد په بېلابېلو برخو کې بیا د جګړې ګراف لوړ شوی.او هره ورځ پکې لسکونه کسان وژل کيږي د امنیت نه پرته په کابل کې غلا او ډاکې هم زیاتې شوي دي او هره ورځ پکې د ډېرو عامو وګړو څخه غلاوې کيږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button