نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله: د امریکا يي فوځیانو ژر وتل ناوړه پایلې لرلی شي

عبدالله عبدالله: د امریکا يي فوځیانو ژر وتل ناوړه پایلې لرلی شي .د امریکا ولسمشر له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، د خکومت د پخلاینې عالي شورا مشر “عبدالله عبدالله” وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو بې وخته وتل ناوړه نتيیجه لرلی شی.

ښاغلی عبدالله ه چې د افغان سولې لپاره د ملاتړ را جلبولو په نامه هند ته په سفر تللی، هلته یې د دفاعي چارو یوه انسټیټیوټ ته په خپله وینا کې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو وتل په یو شمېر شرایطو پورې تړلي او که چېرې هغه شرایط پوره نشي، نو د نړیوالو ځواکونو وتل به ناوړه پایلې ولري.هغه وهمداراز ویلي چې که چېرې دوږيي دقت سره مخې ته لاړ نشي نو دا به افغانستان له بهرانه سره مخ کړي اوس باید امریکا پخ تدریجي ډول له افغانستان نه اوځي.

د عبدالله په خبره، په سیمه کې لا هم “تروریستي ډلې” او القاعده شبکه فعالیت لري چې تر ځپل کېدو وړاندې يې د بهرنیانو وتل ښې پایلې درلودای نشي او کېدلای شي سیمې او ګاونډیانو ته ترې ګواښ پېښ شي.نو موړي ټینګار کړی، چې په سیمه کې د ثبات او امنیت ټینګول د نړیوالو اوږدمهاله مسئولیت دی.او باید داسې پرېکړې په ښه فکر او سوچ سره وکړی شي.

د عبدالله لخوا وروسته له هغه دي چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر وویل، د راتلونکي کال له پیلېدو سره به په افغانستان کې پاتې امریکایي پوځیان او پوځيانې هیواد ته ستانه کړو.اږ خپل فامیلونو سره ېې یوځای کړو تر څو د دويي د کلونو انتضار پای ته ورسیږي او فوځیان د خپلو فامیلونو ترڅنګ اوسیږي

عبدالله عبدالله: اوسني وخت کې اړتیا ده چې د وحدت او له یو بل سره د روغې جوړې غږ پورته شي

ورپسې د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار «اوبراین» هم یاده کړه، چې هیواد یې پلان لري د راتلونکي کال تر پیلېدو د خپلو عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټ کړي.له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي هغه تړون پر بنسټ ده چې له مخې یې باید ټول بهرني ځواکونه د راتلونکي میلادي کال تر “می” میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button