نړیوال خبرونه

عبدالله عبدالله وطن ته راستون شو

 عبدالله عبدالله وطن ته راستون شو د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې اسلام اباد په رسمي سفر تللی وو بېګا ماښام خپل وطن ته راستون شو. هغه وطن ته د راتلو په وخت کې وویل چې وطن ته به خالې لاس نه ځي.

ښاغلۍ عبدالله د مشعل راډیو له خبریال سره په خبرو کې هم وویل چې افغانستان ته خالي لاس نه ځي بلکې ډک لاس یعنې له یو ښه پیغام سره راځي. دملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د روانې اوونۍ دوشنبې پر ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللۍ وو ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته د سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او چارواکو سره لیدنه وکړه،

ښاغلي قریشي ورته ډاډ ورکه، چې د افغان سولې له بهیر ملاتړ کوي، افغانستان کې سوله پاکستان کې د سولې په معنا ده، د افغانستان له جګړې موږ هم زیانمن شوي یوو.عبدالله د سې شنبې په ورځ د سفر پر دویمه ورځ د پاکستان د سنا مجلس له مشر و د لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل او د افغان سولې پر سر او د افغانانو خپل منځي خبرو په تړاو یې بحث وکړ.او نوموړي ته ېې ډاډ ورکړ چې د سولې ملاتړي دي.

ښاغلی عبدالله عبدالله پرون د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره لیدنه درلوده، علوي ډاکټر عبدالله ته زیاته کړه چې له افغان جګړې دوی سخت زیانمن شوي دي او د افغان سولې له بهیر او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي.عارف علوي عبدالله عبدالله ته وویل، چې هڅه کوي افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ پراخې او پیاوړي کړي.

ښاغلی عبدالله پرون د پاکستان ولسمشر او نورو چارواکو سره له لیدنې تر سره کړې.د ډاکټر عبدالله عبدالله د لیدنو مهالوېش کې ټاکل شوې وه، چې نوموړی به راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره هم وګوري، خو عبدالله عبدالله د درې ورځو په ترڅ کې سفر پای ته ورساوه او د قمر جاوېد باجوه سره یې ونه لیدل.

عبدالله عبدالله وطن ته راستون شو
عبدالله عبدالله وطن ته راستون شو

نوموړی د ټولو چارواکو سره د کتلو ترڅنګ د پاکستان ستراتیژیک مطالعاتو انسټیټیوټ کې وینا وکړه. ۍاغلي عبدالله د سولې د اجماع لپاره مختلفې غونډې وکړې او د خپل سفر په ترڅ کې ېې د حامد میر او نورو مشهورو ژورنالستانو سره هم ولیدل نوموړي پرون بیګا خپل سفر پاۍ ته ورسو او خپل وطن ته راستون شو.

 

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button