عبدالله عبدالله ولې د ولسمشر غني څخه خفه دی

عبدالله عبدالله ولې د ولسمشر غني څخه خفه دی. د عبدالله او غني ترمنځ د تر شوي سیاسي توافق یوه کال پوره شو خو داسې ښکاري چې د دې توافق ډیری برخې نه دي عملي شوې او له همدې امله عبدالله عبدالله غني څخه راضی ندی.
د ۱۳۹۸ لمریز کال ریاست جمهوری ټاکنو وروسته چې کله بیا هم د عبدالله او غني ترمنځ په دولتي کچه لويي ناندرۍ رامنځ ته سوې د ۱۳۹۹ لمریز کال د ثور میاشتي په ۲۷ نېټه هغه مهال د دواړو لورو ترمنځ یو سیاسي توافق رامنځ او ستونزې حل سوې.خو اوس چې د دې توافق څخه یوکال تیریږي بیاهم د سیاسي جوړجاړي او توافق مواد په سمه توګه نه دي عملي سوي چې په هکله یې غبرګونونه هم موجود دي.
په دې اړه د افغانستان د ملي مصالحې شورا ویلي چې د توافق هغه برخې چې د کابینې ۵۰ سلنه غړو معرفي کول او د ملي روغي جوړې شورا د عبدالله په مشرۍ جوړیدل دي عملي شوی خو د دولت د مشرتابه شورا د مقررۍ په برخه کې د ولایتونو، سنا، سفارتونو، معینیتونو او داسې نور موضوعات تراوسه پاتي او د دوی کسان لاهم تراوسه ورته نه دي پیژندل شوی.
په وړاندې شویو مالوماتو کې راغلي که د توافق ټولې برخې عملي شوې وای نو ښايي چې اوسني جنجالونه او ستونزې به هم نه وای تر اوسه پوري د غبرګون خبره نه ده شوې چې د دې مواردو په نه عملي کولو سره به عبدالله او یا يې هم ملګري څه وکړي او نه هم ارګ تراوسه پوري په دې اړه کوم تصمیم نیولی.

له تیري دورې ملي یوالي حکومت وروسته کله چې اشرف غني یوځل بیا نوماند شو نو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې يې وویل چې له بریا وروسته هیڅ راز سیاسي جوړجاړي ته تیار نه دی خو کله چې عبدالله د نه منلو په رامنځ ته کولو پيل وکړ نو غني له خپلو ژمنو او د ده له انده له سرو خطونو تیر او له عبدالله عبدالله سره یې د ملي یوالي حکومت په څیر یو بل سیاسي جوړجاړی وکړ.