نړیوال خبرونه

عبدالله: که ولسمشر غني په سولې باوري شي د چوکی قرباني ورکوي

عبدالله: که ولسمشر غني په سولې باوري شي د چوکی قرباني ورکوي د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې که جمهور ریس غني د تلپاتې سولې په راتلو باوريشي، د ولسمشرۍ دورې په پوره کیدو به یې ټینګار ونه کړي.او د ولسمشری چوکی به پریږدي.

هغه له پي بي ایس ټلویزون سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال دا خبره کړې ده.د عبدالله په وینا، که ولسمشرغني د تلپاتې او ټول ملت ته د منلو وړ سولې په راتلو ډاډه شي.د ولسمشرۍ د پینځه کلنې دورې بشپړیدل به ورته لومړیتوب نه وي.له دې سره ډاکټر عبدالله ټینګار کوي، چې ولسمشرغني به هغه مهال د ولسمشرۍ څوکۍ پریښودو ته حاضر شي، چې د سولې لپاره تضمین شوی ډاډ ترلاسه او ملت هم پر دغه تضمین باوري وي.

ډاکټر عبدالله په ورته وخت کې د لنډ مهاله حکومت په اړه بحثونه وار د مخه ګڼي او وایي، چې اوس په دې اړه بحثونه وخت نه مخکې دي.د مصالحې عالي شورا رئیس دا خبره هم ردوي، چې ګواکې طالبان په واک کې د مشخصو کسانو له موجودیت سره ستونزه لري.د ده په وینا دلته د افرادو بحث نه؛ بلکې د اصولو خبره باید مطرح وي.

images 24 640x330 1

ښاغلی عبدالله دا خبرې داسې وخت کې کړي، چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم مخکې ورته بیان کړی.ښاغلي دا نش ویلي که طالبان سولې ته خپل تعهد په عمل کې وښيي، د سولې تړون لاسلیک، اوربند قبول او د یوه ټولمنلي نظام لپاره حاضر شي، ولسمشر غني به د دندې پریښودو ترڅنګ له وخته مخکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي.

ښاغلي غني خپله هم ټینګار کړی، چې د سولې خنډ نه بلکې د سولې اتل دی، خو واک به د ازادو ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته تسلیم او د سولې لپاره هر ډول قرباني وکړي.بلخوا بیا نوموړي په اړه سوشل میډیا کې ویل کیږي چې که چرته د سولې په نتیجه کې د هغه حکومت ځي نو ښايي دهغه لنډ کسان ېې ونه مني.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button