سیمه ییز خبرونه

عبدالمتین قانع: تورخم کې نیول شوي وسلې په دوی پورې اړه نه لري

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې له افغانستان پاکستان ته قاچاق کېدونکې امریکايي وسلې یې نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تورخم کې نیول شوې وسلې د دې ډلې په حکومت پورې اړه نه لري. د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو وسلې خوندي دي او په ډیپوګانو کې ساتل کیږي.

هغه په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي، چې د دوی کشفي او امنیتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د وسلو د پېر، پلور او قاچاق مخه ونیسي.

هغه وايي، ممکن دغسې وسلې په تور بازار کې وپیرل او نورو هېوادونو ته قاچاق شي.

پاکستان ته قاچاق کېدونکي امریکايي وسلې

په تورخم کې د پاکستان ګمرکي چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې یوه اندازه وسلې یې دغه هېواد ته د قاچاق پر مهال ضبط کړې دي.

يوې پاکستانۍ ورځپاڼې نیوز انټرنشنل د تورخم ګمرګ د رییس محمد عمرجان له خولې لیکلي، چې دغه وسلې یې د ډبرو سکرو د یوه لېږدوونکي موټر د ور اوښتو په تړاو د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته نیولې دي.

نور ولولئ: شنونکي: د پاکستان پوځ او استخبارات طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې له پي ټي اېم ملاتړ وکړي

نور ولولئ: عباس ستانکزی وايي، د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات له منځه تللی

د دغو وسلو بیه چې بریدګرې تومانچې، شپه لید وسایل او د پرمختللو وسلو په زرګونو مرمۍ پکې شاملې دي، ۱۲۶ زره امریکايي ډالره اټکل شوې ده.

یوې امریکایي رسنۍ میډیا انلاین په خپل رپوټ کې لیکلي، چې پاکستاني چارواکي باورمن دي، چې ټاکل شوې وه دغه وسلې پاکستاني جنګیالیو ډلو او تحریک طالبان پاکستان ته وسپارل شي.

پاکستان کې د شنګهای روانه غونډه

دغه وسلې داسې مهال نیول کیږي، چې پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې غونډې کوربه دی.

د پاکستان یوې رسنۍ نیوز انټرنشنل د راپور له مخې، د تورخم د ګمرک مشر محمد عمر جان په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې یوې ډلې د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته له افغانستان د ډبرو سکرو یوه لارۍ کې دا وسلې ونیولې.

د چارواکو په وینا، په دغه موټر کې ۱۵ اېم ۴ ټوپکونه، ۱۷۰ مجلې او تر ۵۱۰۰ زیاتې مرمۍ بار شوې وې.

د دغو وسلو ارزښت ۳۵ میلیونه پاکستانۍ کلدارې اټکل شوی، چې د څه باندې ۱۲۶ زره ډالرو معادل دی.

د پاکستان د ګمرک چارواکو د دغو وسلو یو انځور هم خپور کړی دی.

چارواکي وايي، موټر چلوونکی او یو ملګری یې نیولي او د پوښتنو لپاره یې نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button