عبدالکریم خًرم: کابل ته د لوړپوړي روسي پلاوي تګ او د روسیې لېوالتیا مهمه ده
عبدالکریم خُرم وايي، چې کابل ته د روسیې پلاوي تګ ددغه هېواد لېوالتیا ښيي
د طالبانو او مسکو اړیکې که څه هم له پخوا ښې وې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مقابل کې به د طالبانو له جګړیزو لیکو سره مسکو، پاکستان، ایران او چین همکاري کوله، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم روسیې له طالب رژیم سره خپلې اړیکې نورې هم نږدې کړې او په اوس کې هڅه کوي چې پر نړیوال سیاسي دریځ کې له دغه ډلې ګټه پورته کړي.
تازه کابل ته د روسیې لوړپوړی پلاوی تللی او هلته یې له مهمو طالب مشرانو سره لیدلي دي.
په دې اړه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر وایي، چې کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارزښته دی.
د ښاغلي خُرم له نظره ددې سفر ارزښت
عبدالکریم خُرم د سې شنبه په ورځ (د لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼې کاږلي: «که د دې مذاکراتو له محتوا چې زه ورته لاسرسی نه لرم تېر شو، کابل ته د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو سفر ډېر با ارښته دی.»
ښاغلي خُرم په اوسنۍ نړۍ کې چې له ناورین او جګړې ډکه ده، افغانستان ته د روسیې لېوالتیا مهم ګڼلی.
نور ولولئ: کریم خُرم د دوحې ناستې په اړه؛ افغانستان نړۍ ته ارزښت لري
نور ولولئ: د ګوانتانامو اووه کلن بیندیان له زندان ازاد او نن کابل ته ستانه شول
خُرم زیاته کړه: «په نننۍ نړۍ کې چې له جګړې او کړکېچ څخه ډکه او څو قطبې کېدو پر لور روانه ده، له افغانستان سره په دې کچه د روسیې لېوالتیا مهمه ده.»
عبدالکریم خُرم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو په مشرۍ یو پلاوی کابل کې دی او له طالب چارواکو سره لیدنې کوي.
افغانستان د مقابلې ډګر
هغه وایي: «افغانستان د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سختې مقابلې ډګر ګرځېدلی شي، که څه هم له دې ځایه کولی شي ترمنځ یې همکاري رامنځ ته شي، دا په دې پورې اړه لري، چې د روسانو د ارو-اسیایي بدلون ريښه تر کومه ځايه نيولې ده!؟»
خُرم زیاتوي، چې د نړۍوال سازمانونو او یو شمېر لوېدیځو ډیپلوماتانو د وینا برخلاف د افغانستان جیوستراتیژیک اهمیت دومره ډېر دی، چې هېڅکله هم له پامه نه دی غورځول شوی.
ښاغلي شویګو تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هم وویل، چې په افغانستان کې امن او ټیکاو د سیمې د هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.