سات تيرينړیوال خبرونه

عدنان سمیع په پښتو او دري سندرې ويلي

وتلي سندرغاړي عدنان سمیع د پنجشنبه په ورځ د (مارچ ۱۹) دیو رسنئ سره د سکایپ له لارې په مرکه کې وویل په اصل کې د هرات ولایت دی او دا یې په زړه کې وه چې په پښتو او دري سندره ووايي..

عدنان سمیع چې اوس په هند کې اوسیږي امریکا غږ ته وویل چې د پلار لخوا څلور پښته مې افغانان دي، نیکه په افغانستان کې د څلورو ولایتونو والي وو، او غور نیکه يې د غازي امان الله د تره زوی دی.

عدنان وايي: “موږ له افغانستان سره ډیر ژورې اړیکې لرو. هرکله به مې پلار راته ویل چې په پښتو او دري هم سندرې ووایم، او دا مې په فکر کې وه چې سندره ووایم او اوس یې وخت وو چې دا کار مې وکړ.”.

د عدنان سميع نيکونه په افغانستان کې په لوړو چوکيو پاتې شوې دي، چې وروسته هندوستان ته تللي او بيا د هند د وېش نه وروسته يې مشران په پاکستان کې پاتې شوې ده.

خو د عدنان سميع بيا له ١٥ کالو زيات وخت کېږي چې په هند کې ژوند کوي او تر ډېره پورې هندي فلمونو ته سندرې هم وايي. هغه ته تېر کال د هند حکومت د هند تابعيت هم ورکړ او اوس هلته د هندي وګړي په توګه ژوند کوي.

د عدنان سميع د دغه پښتو سندرې له خپرېدو وروسته له هغه سره د افغانستان يو شمېر رسنيو مرکې هم کړې دي، هغه په خپلو دغه مرکو کې ويلي دي، چې غواړي افغانستان ته راشي او دلته تر هر څه د مخه د کابل او هرات ولايتونه وګوري.

هغه په خپله مرکه کې زياتوي، چې نه يوازې هرات او کابل ولايتونه، بلکې ټول افغانستان يې کتل ارمان دى او همدا راز د افغانستان خواړه يې ډېر ارمان دى چې ټول خواړه وخوري. هغه وايي چې له کابلي پلاو سره خو داسې مينه لري، لکه معشوقه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button