نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

عربستان خپل تعليمي نصاب کې د هندوانو ديني کتابونه هم شامل کړل

عربستان خپل تعليمي نصاب کې د هندوانو ديني کتابونه شامل کړل.سعودي عربستان په تعلیمي نصاب کې د هندوانو دیني کتابونه “راماین او مهابهارت شامل شوي دي، دا کتابونه د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ کال د ویژن لپاره شامل شوي دي،

دوی وای چې هدف ېې ماشومانو ته د هند کلتور پېژندل دي او دا دواړه کتابونه د هندي کلتور استازولي کوي.په سوشل میډیا کې ځینو کسانو د دې سکرین شاټونه هم خپاره کړي دي، او لیکلي يې دي چې د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ ویژن او دا نوی نصاب د يوې پرمختللې، ازادې او ورورولۍ ټولنې پر لور تګ دی.

د نایف المرواعي په نوم یو کس ذکر کړي چې د هغه زوی ته په ښوونځي کې د هندوانو دیني، د بودمت، راماین، کرنا، مهابهارت او نور کتابونه ښودل کېږي.همدارنګه یوګا او ایروید به هم په ښوونځیو کې ماشومانو ته ښودل کېږي او د ویژن ۲۰۳۰ لپاره به د انګلیسي ژبه هم په ښوونځیو کې زده کول لازمي وي.

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان عبدالعزیز د ویژن ۲۰۳۰ له لارې غواړي چې د نړیوال اقتصاد لپاره په سعودي عربستان کې زمینه سازي وکړي.دوی غواړی چې نړیواله ټولنه یو ځل بیا سعودی عربستان ته راجلب کړي او دې سره د خپل هېواد اقتصاد پیاوړی کړي

fb img 1619694604264

څو ورځې وړاندې په لومړي ځل په مسجد الحرام کې ښځینه پولیسې وګمارل شوې، چې عکسونه يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شو، دا ښځینه پولیسې به د عمرې او حج پر مهال د خلکو تنظیم او خدمت لپاره وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button