Uncategorized

عربستان: د اختر په خطبه کې به د کویډ١٩ ناروغیو واکسین په اهمیت بحث کېږي

عربستان: د اختر په خطبه کې به د کویډ١٩ ناروغیو واکسین په اهمیت بحث کېږي. سعودي عربستان کې به روان کال د اختر په خطبه کې د کورونا ضد واکسین په مهم والي باندې خبرې کېږي او خلکو ته به دا ویل کېږي، چې باید ژر تر ژره واکسین استفاده کړي.

د سعودي عربستان رسنیو د راپورونو په وېنا، د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزیر عداللطیف ال الشیخ د دغه هېواد ټولو ملا امامانو ته لارښوونه کړې ده، چې سږکال د کوچني اختر په خطبه کې د کورونا ویروس د واکسین په اړه وغږېږي.نوموړي زیاته کړې، هغه خلک چې لمانځه ته راځي، تر هر څه د مخه ورته د واکسین اهمیت بیان کړای شي.

او ورته وویل چې که غواړي چې هېواد کې هر څه د پخوا په څېر عادي شي، نو باید چې د کورونا ضد واکسین وکړي.په راپور کې زیاته شوې ده، چې د اسلامي چارو وزیر ملا امامانو ته دا لارښوونه هم کړې ده، چې د اختر په خطبه کې دې خلکو ته ووايي، چې یو بل سره ستړي مه شي نه کوي،

img 20210511 115234

هغه همداراز ورته ویلي چې له بېروبار لیرې اوسي، ماسک استعمال کړي او د اختر په پروګرامونو کې د کورونا احتیاطي تدابیر عملي کړي.د اسلامي چارو وزیر ملا امامانو ته دا لارښوونه وروسته له هغې وکړه، کله چې د روغتیا وزارت وزیر له دوی غوښتنه وکړه، چې سږکال دې د اختر په خطبه کې د کورونا واکسین په اړه خلکو ته وېنا وشي.

باید یاده کړو چې د کرونا ویروس دویم پړاو په افغانستان کې هم زیات شوی او ډېری خلک د کرونا ویروس لپاره احتیاتي تدابیر نه نیسي دوی دوه متره وارټن نه مراعتوي او د ګڼې ګونړې نه ځان هم نه ساتي.دوی په مارکیټونو کې بغیر له ویرې ګرزي او هیڅ ډول پرهیز هم نه کوي که چرته همداسې دا دوام وکړي نو افغانستان کې به هم پېښې زیاتې شي او خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button