Uncategorized

عربستان په حرم کې ښځینه عسکرې په دندو ګومارلي

عربستان په حرم کې ښځینه عسکرې په دندو ګومارلي.دسعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د حج او عمرې پروخت په مسجد الحرام کې د امنیت د ترتیبولو لپاره ښځینه عسکرې په دندو ګمارلي دي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور پر بنسټ ویل کېږي چې د سعودي حکومت مسجد الحرام ته د راتلوونکو ښځو د تلاشۍ او څارنې لپاره د ښځینه وو عسکرو د ګومارلو پرېکړه کړې، چې اوسمهال یې دغه پرېکړه عملي کړه.د سوشل میډیا پر وېبپاڼه ټویټر د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت له لوري د ښځینه وو عسکرو د مسولیتونو د پرځای کولو تصویرونه خپاره کړي.

دوی په سرلیک کې یې لیکلي چې د حج او عمرې پر وخت به امنیتي دندې ښځینه عسکرې هم ترسره کوي.د کورونا د وایروس پر وخت د ښځینه لمونځ کوونکو او عمره کوونکو باندې د کورونا وایروس د اصولو تطبیق د نارینه وو عسکرو لپاره ستونزمن ول، چې بیا یې په همدې موخه ښځینه عسکرې وګومارلې،

دوی به د ښځینه عمره کوونکو د امنیت او نورو احتیاطي تدابیرو مسولیت به په غاړه ولري.هېره دې نه وي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۲۳ لید لاندې په دې هیواد کې د ښځو د آزادۍ یا ځواکمنولو لپاره په پالیسۍ کار کوي او په امنیتي برخه کې هم ښځو ته روزنه ورکوي.

img 20210423 111110

باید یاده کړو چې سوشل میډیا کې هم په دې اړهدپوسټونه کیږي او ویل کیږي چې دا ډول کړنې په حرم کې هیڅ چا ته د منلو وړ ندي ځګه په داسې یو مقدس ځي کې د ښځو حضور ښه کار ندی او دا باید منع شي.تر څو مسلمانانو ته د خلکو ګوته نه نیول کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button