ساینس او ټېکنالوژي

عربي اماراتو د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه ډرون هوا ته ولېږله

متحده عربي اماراتو د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرون هوا ته والوځوله تر څو میاشت معلومه کړي.

دا لومړی ځل دی چې په عربي هېوادونو کې متحده عربي امارات د لومړي ځل لپاره پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرونونه د روژې مبارکې میاشتې د لیدو په موخه هوا ته پورته کوي.

د اماراتو رسنۍ وايي، دا نوی میتود د دودیزو لارو خلاف هڅه ده چې دغه هېواد یې ترسره کوي او تر ډېره د زیات باور او کره والي له اړخه هم ډاډمنه هڅه ده.

دا نوښت په ملي ادارو، څیړنیزو مرکزونو او څارنیزو بنسټونو سره په همکارۍ ترسره کیږي ترڅو د هلال تایید د اعتبار لوړولو لپاره لا ډېر کار ترې واخیستل شي.

لېږل شوي ډرون الوتکې به د هلال کمېټې خبر نور هم باوري کړي، کوم چې د حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) خبره ده، “ترڅو چې د رمضان میاشت ونه وینئ روژه مه نیسئ، او ترڅو چې د شوال میاشت ونه وینئ روژه مه ماتوئ، خو که اسمان وریځ وي، نو د اندازې پر بنسټ عمل وکړئ.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button