عرفات جمال: د افغانستان په هېرېدو به وضعیت نور هم وخیم او خراب شي

اړوند خبرونه:
افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زدهکړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي
پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال له نړۍ غوښتي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي.
هغه ویلي چې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په کتو د دې هېواد پرېښودل به د وګړو د مهاجرت او د سیمې د بې ثباتۍ په ګډون ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
عرفات جمال ویلي: «د دې هېواد له خلکو سره پاتې شئ. مهمه نه ده چې تاسو د سیاستونو یا نورو سیاسي دریځونو په اړه څه فکر کوئ، خلک اړتیا لري چې تاسو دلته پاتې شئ. که اوس افغانستان پرېږدئ، ممکن وضعیت خراب شي، خلک به د هېواد پرېښودل پیل کړي، او موږ به په آسیا کې په یوه ډېره مهمه سیمه کې بې ثباتي ولرو. نو په افغانستان کې موږ یوازې مه پرېږدئ.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې مخکې د امریکا متحده ایالاتو، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، خپلې مرستې ځنډولې دي. سره له دې، عرفات جمال ټینګار کړی چې اوس د افغانستان د ناامیدۍ لپاره مناسب وخت نه دی.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش او په افغانستان کې د نړیوال مهاجرت سازمان مشر هم له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان ملاتړ وکړي، میلیونونو خلکو ته مرسته ورسوي او په دې هېواد کې د یوې لویې بحران د رامنځته کېدو مخه ونیسي.