عضمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی
عظمتالله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا لهخوا د کال غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی دی
افغان الراونډر عضمت الله عمرزی چې له عمره کم، خو د نړیوالو کرکټ پوهانو په نظر یو باتجره او ښه لوبغاړی دی.
نوموړي سره له دې چې په بالینګ یې ځان ځلولی دی، بلکې په نړیوال کرکټ کې د بیټینګ یا توپوهنې په برخه کې هم مهم رول لوبولی دی.
عضمت الله عمرزی ددې وړتیا لري چې په بالینګ او توپوهونه کې څه ډول مقابل طرف کنټرول او تر خپل اغېز لاندې راولي.
عمرزي په ډېر لنډ وخت کې د افغانستان ملي لوبډلې ته لار پیدا کړه او پر نړیوالو ډګرونو یې ځان وځلاوه.
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا یادې جایزې ته نوماند کېدل
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی ټولچاری (الرونډر) لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا لهخوا د ۲۰۲۴م کال یو ورځنیو سیالیو کې د ښې ځلېدنې له امله د همدې کال غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی دی.
یادې شورا یکشنبه د مرغومې پر ۹مه په یوه راپور کې ویلي چې د عمرزي په ګډون درې نور لوبغاړي هم دې جایزې ته نوماندان شوي دي.
نور ولولئ: افغان ملي لوبډلې بنګله دیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه
نور ولولئ: افغان ملي اتلان او بنګله دیش نن برخلیک ټاکونکي لوبه کوي
نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې له بنګله دیش سریز په خپل نوم کړ
په راپور کې راغلي، د سریلانکا ونیندو هسرنګا، بنګالی کوشال منډېس او د وېسټانډیز شیرفین روډرفورډ هغه درې نور لوبغاړي دي چې یادې جایزې ته نوماندان شوي دي.
هسرانګا د ۲۰۲۴م کال یو ورځنیو لوبو په هرو درېیو اورونو کې یوه-یوه وېکټه اخیستې ده.
په ورځنیو سیالیو کې د عمري کارکردګي
د راپور لهمخې، د هېواد ملي اوبغاړي عظمتالله عمرزي د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې په ۵۰ توپونو ۸۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او د یوې وېکټې په اخیستلو سره یې ۱۷ منډې ورکړې.
د افغانستان او نړیوال کرېکټ نوموړي ځوان ستوري د بنګلهدېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درېیمه لوبه بیا د ۷۰ ناسوځېدلو منډو کولو سربېره څلور وېکټې واخیستې او ۳۷ منډې یې ورکړې.
د یادونې ده چې ۲۴ عمرزي تر دې مهال په ۳۶ نړیوالو یو ورځنیو او ۴۷ شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ لوبېدلی دی.
پر دې سربېره په افغان لوبډله کې داسې نوي لوبغاړي هم شته چې نوي راغلي، خو ډېره وړتیا لري او ځلېږي چې ښه مثال یې صدیق اتل دی.
نړیوال کرېکټ پوهان وايي چې افغان لوبډله په خورا چټکۍ سره ښه پر مخ ځي او لاسته راوړنې لري.