عطا محمد نور د جمعیت ګوند مشر وټاکل شو
عطا محمد نور د جمعیت ګوند مشر وټاکل شو.دجمعیت ګوند جلا شوې ډلې د رایو په اکثریت سره د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور د خپل ریس په توګه ټاکلی دی.نوموړی د دې نه وړاندې د جمعیت ګوند د اجرایه ریس په توګه کار کاوه.
د ښاغلی عطاء نور په مقابل کې عبدالحفیظ منصور او قدریه یزدان دریدلي وو، چې عطاء نور له ټولو ۷۵ رایو څخه ۶۵ رایې، حفیظ منصور ۷ او قدریه یزدان ۳ رایې ګټلي دي.نو د رایو په اکثریت ښغلی نور د جمعیت ګوند مشر وټاکل شو.نوموړی د دې نه مښکې هم دا ادعا لرله چې دی د جمعیت ګوند مشر دی.خو د ځینو مخالفتونوله امله ډېری خلکو او اعضاو عطا نور خپل مشر نه قبلوه.
اوسمهال د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس او د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور په داسې مهال ددې ګوند د کنګرې لخوا د ګوند مشر په توګه ټاکل کیږي، چې د یاد ګوند سرپرست مشر صلاح الدین رباني او مرستیال یې احمدضیاء مسعود د کنګرې له دائرېدو او پرېکړو سره سخت مخالفت ښکاره کړی دی.او ویلی دي چې دا پرېکړه هیڅ رسمیت نه لري .
صلاح الدین رباني چې اوس هم ځان د جمعیت ګوند مشر بولي، د عطاء محمد نور په مشرۍ هغه ډله چې دده مخالفت کوي، خاینان بللي او د جمعیت ګوند په ټوټه کولو یې تورن کړي دي.نوموړي په خپل فیسبوک پاڼه کې یوه اعلامیه خپره کړې.او۔ویلي ېې دي چې د جمعیت ګوند مشري اوس هم د دوی په لاس کې ده.
نوموړي په دغه اعلامیه کې لیکلي هغه ډله چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان اسلامي جمعیت څخه جلا شوه او د ځینو یې غړیتوب هم وځنډول شو، پرون پنجشنبه د کب د میاشتي په ۲۸مه نیټه د اسلامي جمعیت د عمومي غونډي تر نامه یوه غونډه جوړه کړه چې اسلامي جمعیت سره کوم تړاو نه لري او له هیڅ ډول قانوني اعتبار هم برخمن نه وه او د دې ګوند لخوا رد شوی دی.