عظمت الله عمرزی د بنګله دېش پریمیر لیګ کې د لوبېدو په موخه دغه هېواد ته رسېدلی دی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان الراونډر لوبغاړی عظمت الله عمرزی د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو په موخه دغه هېواد ته رسېدلی او سبا به له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.
د معلوماتو له مخې، عظمت الله عمرزی به منیسټر ډاکې سره د ویسټ انډیز د مشهور الراونډر اندري رسل پرځای ولوبېږي او دغه لوبډلې سره به یوځای شي.
له دې وړاندې د ډاکې منیسټر لوبډلې سره نور افغان لوبغاړي محمد شهزاد، فضل الحق فاروقي او قیس احمد هم دي، چې فضل الحق فاروقي تر اوس نه دی لوبېدلی. همدا نوین الحق، مجیب الرحمن او کریم جنت هم په دغه لیګ کې له بېلابېلو لوبډلې سره لوبېږي، چې تر دې دمه ښه تمام شوي.
نور یی ولوله | سلمان خان په اړه جالب خبر؟
بل لوري ته افغان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په ۱۲مه بنګله دېش سره د لوبو په موخه دغه هېواد کې تمریناتي کیمپ پیلوي او د همدې میاشتې په ۲۲مه بنګله دېش سره لوبې لري.