سپورټ

عظمت الله عمرزی د نړۍ غوره الراوڼدر

اړوند خبرونه: 

چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

چمپینز ټرافي؛ افغانستان نن له اسټرالیا سره برخلیک ټاکونکي لوبه کوي

عظمت الله عمرزی لا هم د نړۍ غوره الراونډرانو په سر کې دی

د کرکټ نړېوالې شورا د یو ورځنيو لوبو  په تازه اعلان کړې درجه بندۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه پياوړي لوبغاړي عظمت‌الله عمرزی او محمدنبي عیسی‌خېل د غوره الراونډرانو په لېست کې لاهم لومړی او دویم ځای ساتلی دی.

د کرکټ نړېوالې شورا(ای‌سي‌سي) تېره ورځ(سه‌شنبه، د اګسټ ۲۱مه) په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرکټ دوه پياوړي لوبغاړي عظمت‌الله عمرزی او محمدنبي عیسی‌خېل د نړۍ په کچه غوره الراونډراو په نولمړ کې لومړی او دویم ځای ساتلی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د ورکړل‌شویو د معلوماتو پر بنسټ، عظمت‌الله عمرزی د ۲۹۶ امتیازونو په لرولو سره لومړۍ او محمدنبي د ۲۹۲ امتیازونو په لرولو سره دویم ځای خپل کړی دی.

له دې سره د زمبابوې لوبغاړی سکندر رضا د ۲۹۰ امتیازونو په لرولو سره درېيم ځای خپل لري.

له دې دوو افغان لوبغاړو سربېره د افغانستان بل پیاوړی لوبغاړی راشد خان د یو ورځينو نړیوالو سیالیو د غوره توپ اچونکو په درجه بندۍ کې پنځم مقام خپل کړی دی.

باید وویل شي چې تر عمرزي ړاندې د نړۍ په کچه په پنځوس اوریزو لوبو کې لومړی الراونډر افغان لوبغاړی محمدنبي وه، خو عمرزي پرلپسې غوره ځلېدلو سره دا مقام په خپل نوم کړ.

د یادولو ده، چې دواړو افغان لوبغاړو په غبرګولي میاشت کې دغه مقامونه ترلاسه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button