نړیوال خبرونه

علي وزیرملالې ته: د پښتنو ژوند له تورپوستو امریکایانونه ډېر خراب دۍ

د امریکا متحده ایالاتو کې د يوه تورپوستي له مرګ وروسته لاريونونه او احتجا.جونه شروع شوي دي، چې د امریکا یانو خلکو تر څنګ ملالې يوسفزۍ هم د تورپوستو لپاره غږ پورته کړى دى او وايي چې د تورپوستو ژوند مهم دى.باید تورپوستو ته انصاف ورکړۍ شي.

بلخوا بیا د د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ ممبر علي وزير ملالې يوسفزۍ ته پېغور ورکړى دى او ورته يې په ټويت باندې کمېنټ ورکړۍ چې له تورپوستو د پښتنو ژوند ډېر بد دى.باید د پښتنو پوښتنه وشي.

علي وزير د ملالې يوسفزۍ هغه ټويټ چې د تورپوستو لپاره يې کړى دى، ريټويټ کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې سمه ده د تورپوستو ژوند خو مهم دى، خو په اسيا کې چې له بلوڅو او پښتنو سره څنګه چلند کيږي ، هغه څه دي؟ علي وزیر ورته ليکلي دي، چې له تورپوستو د پښتنو ژوند ډېرخراب دۍ. نوموړى ليکي، چې طرفه او واقعيت خوښونکې اوسه.د علي وزیر د دې ټويټ نه داسې معلومیږي چې نوموړۍ د ملالې د ټویټ نه نا خوښ دۍ او د ملالې نه دا تقاضا لري چې د نورو قومونو پر ځاۍ پښتنو لپاره اواز اوچت کړي.


د يادولو وړ ده، چې ملالهد سوات سیمې پښتنه ده، چې د طالبانو په يوه بر.يد کې له ټپي کېدو وروسته برېتانيه ته لاړه او اوس هم هلته ژوند کوي، خو نوموړې تر دې مهاله پورې د خپل پښتون قام لپاره هېڅ کله هم غږ نه دى پورته کړى، په داسې حال کې چې غږ يې په نړيواله کچه انعکاس ترلاسه کوي.نوموړې د سوشل میډیا ترڅنګ په نړیوالو رسنیو کې هم شهرت لري او کولۍ شي چې ټوله نړۍ ته د پښتنو اوازورسوي.

علي وزیرملالې ته: د پښتنو ژوند له تورپوستو امریکایانونه ډېر خراب دۍ
علي وزير: د پښتنو ژوند له تورپوستو امریکایانونه ډېر خراب دۍ

د تورپوستو په اړه له ټويټ وروسته پښتنو پر ملالې يوسفزۍ سختې نيوکې کړې دي. د يادولو ده چې ملالې يوسفزۍ په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې هغه غواړي په راتلونکې کې د پاکستان لومړۍ وزيره شي.

نوموړې باندې چې په سوات سیمه کې طالبانو برید کړۍ وو نو په هغه وخت کې برطانیه ته لاړه او هلته په ښوونځي کې شامله شوه نوموړې اوسمهال د برطانیه په یو مشهور پوهنتون کې لوړې زدکړې کوي دا هم باید ه کړو چې ملالې سره د پلار او مور تر څنګ د فامیل نور غړي هم ژوند کوي.

ملاله ته د نړۍ غټو او مشهورو مډالونوورکړل شوې او ورته ډالۍ شوي نوموړې د نوبل ایوارډ هم په نوم کړۍ لکه مونږ چې څرنګه مخکې یادونه وکړه تکړه بااسعداده او مشهوره پښنته ده ویل کیږي چې نوموړي پلان لري په اینده کې د سیاست ډګر ته راشي او د پاکستان صدراعظمه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button