سیمه ییز خبرونه

علي وزیر د چمن پرلت کې له ګډون وروسته نیول شوی

علي وزیر د چمن پرلت کې له ګډون او وینا کولو وروسته د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی

علي وزیر د چمن په پرلت کې د پاکستان په پوځي ادارو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د پاکستان پوځ د دواړو غاړو پښتانه تباه او برباد کړل. دوی یې له وطنه ورک کړل او لا هم اخته دی چې نور تباهي هم ورته راوړي.

دغه د پخوانۍ قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

راپورونه وايي چې علي وزیر په داسې مهال نیول شوی، چې د چمن له پرلت څخه د ستنېدو په حال کې و.

علي وزیر او پر نظامي ادارو د هغه نیوکې

علي وزیر تېره ورځ د چمن په پرلت کې ګډون کړی و او په دغه پرلت کې د وینا پر مهال یې پر پاکستاني حکومت توندې نیوکې وکړې.

هغه وویل: «همدا پاکستان دی، چې افغانستان او پښتانه يې د مذهب په نوم تباه کړي دي.»

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوال: د پاکستان پوځ مو د ډیورنډ کرښې ته نږدې جایدادونه غصب کړي

نور ولولئ: علي وزیر وايي پاکستان، افغانستان او پښتانه د مذهب په نوم برباد کړل

هغه د پاګستان د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې له دې وروسته به د چمن له لارې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ کېږي وویل:« پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پاسپورټ نه منو او له افغان وطن څخه د پښتنو په زور اېستل او د هغوی کاروبار یرغمل کول د منلو نه دي.»

په دغه پرلت کې تر ګډون وروسته علي وزیر د درابن په سیمه کې د پولیسو له‌خوا نیول شوي دی. د پاکستان پولیسو لا د هغه د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې محسن دوړ هم یاد پرلت ته نه و پرېښودل شوی

د بلوچستان پولیسو درې ورځې وړاندې په دغه پرلت کې د پخوانۍ قامي اسمبلۍ غړی او د ملي ډیموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ د ګډون مخه هم نیولې وه او بېرته یې اسلام اباد ته ستون کړی و.

د محسن داوړ ترڅنګ د بلوچستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړو مخه هم نیولې وه، چې غوښتل یې په دغه پرلت کې ګډون وکړي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ځینو ګونډونو مشران او غړي د چمن پرلت کې د ګډونو کولو له امله نئربند کړي هم دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ويلي، چې علي وزير د پوليسو له‌خوا نامعلومه ځای ته لېږدول شوى دى.

علي وزیر تر دې وړاندې هم په ځلونو د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوی و او یوه موده یې په زندان کې هم تېره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې علي وزیر او د پي ټي ایم نور غړي بار بار نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي چې ځینې یې لا اوس هم زنداني دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button