علي وزیر وايي پاکستان، افغانستان او پښتانه د مذهب په نوم برباد کړل
علي وزیر نن د چمن پرلت کې د پرلت ګډوالو ته وویل چې پاکستانی پوځ ظالم دی او موږ یې تباه کړو
د پاکستاني قامي اسمبلۍ پخوانی وکیل او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په سوېلي پښتونخوا چمن کې پرلت وهونکو ته په وینا کې وویل، «همدا پاکستان دی چې افغانستان او پښتانه يې د مذهب په نوم تباه کړي دي.»
دغه پرلت ټیک ۲۳ ورځې وړاندې د چمن ـ سپین بولدک په دروازه د پاسپورټ او وېزې د حتمي کېدو په غبرګون کې پیل شوی او لا روان دی.
نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوال: د پاکستان پوځ مو د ډیورنډ کرښې ته نږدې جایدادونه غصب کړي
نوموړی وايي، پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پاسپورټ نه منو او له افغان وطن څخه د پښتونو په زور اېستل او د هغوی کاروبار یرغمل کول ورته د منلو وړ نه دی.
د پاکستان حکومت له لوري پرلت ته په ورتلو د بندیزونو او مخنیوي سره سره د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) د چمن په پرلت کې ګډون وکړ.
د مذهب په نوم د پښتنو او افغانستان تباهي
علي وزیر د چمن پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «پاکستان پښتانه او افغانستان د مذهب په نوم تباه کړي دي. دغه د پاسپورټ مسله او د افغان وطن څخه افغانان په زور شړل او د دوی کاروبار یرغمل کول نه منو. داسې ورځ به راځي چې همدا پښتانه او افغانان به ستا د دې ظلمونو سزا حتمآ درکوي. موږ د پاکستان سوداګریزې پالیسيانې نه منو، پاکستان پر اسلام او جهاد هم سواګري کوي.»
په دغه پرلت کې د بلوچستان ایالت څخه ګڼو سیاسي ګوندونو ګډون کړی او دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بېلابیلو سیمو بیلابیل سیاسي ګوندونه او غورځنګونه په یوه خوله په دغه پرلت کې راټول شوي دي.
نور ولولئ: له پښتنو او بلوچانو د پاکستان ویره؛ محسن داوړ نیول شوی دی
افغانستان انټرنیشنل وايي، د پښتون ژغورني غورځنګ یو بل غړی حنیف خان پښتین چې د پښتونو د حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې څلور کاله بندي شوی پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «موږ د دغه پرلت ملاتړ کوو، که پرلت دا غوښتنه لري چې موږ ته پاسپورټ د منلو وړ نه دی زه وایم چې موږ ته دا د ډیورنډ کرښه بیخي د منلو وړ نه ده. د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره ترسره کیدونکی ظلم موږ ته د منلو وړ نه دی موږ چمتو یو چې قرباني ورکړو او د پښتنو په خاوره کې د پاکستان د سوداګریزو پالیسیو مخه ونیسو.»
د یاد پرلت د ړنګولو هڅې
د پاکستان حکومت له لورې هڅه کیږي چې د چمن پر پرلت بندیزونه ولګوي.
د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې په دغه پرلت کې د پښتون سیاستوال محسن داوړ د ګډون مخنیوي هم کړی و.
د بلوچستان پولیسو په بېلابیلو سیمو کې د پښتون ژغورني غورځنګ لسګونه کسانو مخه نیولي چې غوښتل یې په دغه پرلت کې ګډون وکړي.
د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې ډیورنډ کرښې ته نږدي د یوې پوځي اډې مخې ته لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۳ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی.
دغه پرلت وهونکي د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او وېزهترسره کیږي.