افغان کډوال

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

کابل کې د ایران د ډیپلوماټیک استازولۍ سرپرست عليرضا د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او کلتوري همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او په ایران کې مېشت د افغانستان د کډوالو رول یې د ایران په اقتصادي پرمختګ کې حیاتي ګڼلی دی.

ښاغلي بیګدلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پروژو د څارلو لپاره هرات ښار ته سفر کړی و، د ایران او افغانستان کلتوري او اقتصادي اړیکې یې د «یو څپاند سیند» په څېر تشبیه کړې، چې د هغه په وینا، د دې بهیر د دوام لپاره باید موجود خنډونه په جدي او پرله‌پسې ډول له منځه یوړل شي.

هغه زیاته کړه: «دا همکارۍ د ګډ تاریخ او کلتور پر بنسټ رامنځته شوې دي او د زرګونو کلونو په اوږدو کې یې دوام درلود. اوس د دواړو هېوادونو د مسئولینو او ډیپلوماټانو دنده ده چې دا میراث وساتي او وده ورکړي.»

د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې، ایران د نږدې څلورو میلیونو افغان کډوالو په مېلمه‌پالنه سره د نړۍ د کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي.

که څه هم د ایران د کډوالۍ پالیسۍ په وروستیو کلونو کې تل له ستونزو سره مل وې. مخکې اسکندر مؤمني، د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال، ویلي و چې د افغانستان د کډوالو بېرته ستنول د دې هېواد د برنامو په لومړیتوب کې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button