
اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو، چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د ایران د اټومي پروګرام په اړه بحث کول دي، نن (شنبه، د اپرېل ۲۶مه) د عمان په پلازمېنه «مسقط» کې پیل کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دې وزارت د پالیسۍ پلان جوړونې ریس مایکل انتون به د امریکا د تخنیکي ټیم مشري وکړي.
انتون پخوا یې د ډونالډ ټرمپ په لومړۍ اداره کې د امنیتي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي ستیو ویکاف سره د خبرو اترو په تېرو دوو پړاوونو کې حاضر و.
له ایراني لوري، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ډیپلوماتیک او تخنیکي پلاوي مشري کوي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال مجید تختروانچي او د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر کاظم غریبابادي هم د ایران د تخنیکي ټیم برخه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو په درشل کې وویل چې له ایران سره خبرې اترې “ډېرې ښې” روانې دي او ایران کولی شي د یوې هوکړې په ترلاسه کولو سره “ملیاردونه ډالر خوندي کړي”.
هغه د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د ګوندونو په وړاندې دوه انتخابونه شته، خو یوازې یو یې مطلوب دی. ټرمپ اینبيسي ته دا هم وویل چې که کومه هوکړه ونه شي نو پر ایران “بمبار” ممکن دی، که څه هم هغه غوره ګڼي چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.
د خبرو اترو دریم پړاو به د تخنیکي خبرو اترو سره پیل شي او بیا به د عراقچي او ویتکاف په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو په کچه خبرې اترې دوام ومومي.
د بيبيسي په وینا، د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې خبرې اترې “ګړندۍ” شوي او دواړو خواوو موافقه کړې چې د “عادلانه، دوامداره او پابند” هوکړې ته د رسېدو لپاره بل پړاو ته لاړ شي.
چین او روسیې، چې د ایران متحدین دي، د دې خبرو اترو ملاتړ کړی دی. کریملین ویلي چې دا خبرې اترې کولی شي تاوتریخوالی کم کړي، او چین پر امریکا غږ کړی چې په خبرو اترو کې “صادق” وي.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي ریس رافایل ګروسي، چې په دې وروستیو کې یې د ایران، چین او روسیې له استازو سره وکتل، هم هیله لري چې ایران او امریکا به ډیر ژر یوې هوکړې ته ورسیږي.