تجارت خبرونه

عمران خان د افغان طالبانو پلاوي سره پر دوه اړخیزو تجارتی خبرې کړی

 پاکیستان  پاکیستان

د طالبانو د حکومت پلاوي د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره لیدنه کړی  . د دغه هېواد د لومړي وزیر د دفتر په بیان ویل شوي چې عمران خان په دې لیدنه کې د طالبانو د حکومت له اړخ د ترهګرۍ سره ضد د مبارزې لپاره پر چارو  د ټولو افغانانو بشري حقوقو  ته په درناوی کوی.

په حکومت او سیاست کې د ټولو پر ګډون ټېنګار کړی او دا یې د سیاسي ثبات لپاره مهم ګڼلی  . وزیر عمران خان ومنله چې د یوې استثنایی او د بشري اړتیا له مخې به هغه غنم چې هند  ییله افغانستان سره ژمنه کړې د پاکستان له لوری څخه  افغانستان ته ولېږل شي. د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له اړخ په خپاره شوې بیان کې ویل شوي چې عمران خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د  وګړو د تګ راتګ د اسانتیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ اوسیمه ييز اتصال پر اهمیت ټېنګار وکړ. خو اسلام آباد ته د طالبانو د تلي پلاوي مشر امیر خان متقي د

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

افغانستان په سفارت  کی یوې غونډې ته  وویل چې افغانستان پاکستان ته له منځنۍ آسیا د سوداګرۍ لپاره لاره ورکوي او د پاکستان لومړي وزیر ژمنه کړې چې افغان سوداګر به هم د پاکستان له بندرونو خپل مالونه صادروي. په تېرو کلونو کې هم پاکستان ژمنه کړې وه چې د پاکستان د بندرونو له لارې به افغان سوداګر راکړه ورکړه کوي خو افغان سوداګرو همیشه  شکایت درلود. د تېرو حکومتونو په موده کې پر پاکستان تورونه لګېدل چې د سوداګرۍ او کډوالۍ له ستونزو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي د پاکستان اسلام اباد د ستراتيژيکو مطالعاتو په انسټيټوټ کې ويلي چی  نړيواله ټولنه غواړي چې موږ يو ټول همشموله  حکومت جوړ کړو خو زموږ اوسنۍ کابينه دا شرط پوره کوي موږ د ټولو توکمونو استازي لرو.

پرون په اسلام اباد کې د پاکستان، چين، روسيې او امریکا د ټرويکا غونډې په يوه اعلاميه کې له طالبانو وغوښتل شول چې ټول همشوله  حکومت جوړ کړي او د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو مساوي حقوق ورکړل شی .

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button