نړۍ خبرونه

عمران خان: د افغان طالبانو په مرسته له پاکستاني طالبانو سره افغانستان کې خبرې کوو.

 پاکیستان  پاکیستان

عمران خان: د افغان طالبانو په مرسته له پاکستاني طالبانو سره افغانستان کې خبرې کوو.د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، چې حکومت يې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) له ځينو ډلو سره په خبرو مصروف دی او د ویلی دی که وسلې پر ځمکه کېږدي، نو بښنه ورته کېدای شي.

د ترکيې له خبري رسنۍ ټي ار ټي سره په يوه مرکه کې عمران خان وويل چې دغه خبرې په افغانستان کې د افغان طالبانو په مرسته روانې دي خو نوموړي د خبرو د کامیابې په باره کی څه و نه ويل. د يادونې وړ ده چې پاکستاني طالبانو ته د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له خوا د بخښنې اعلاميې په ځواب کې پاکستاني طالبانو ويلي وو چې ” د غلطیو په اړه بښنه غوښتل کېږي موږ هېڅکله له دښمنه بخښنه نه غواړو”.په تازه مرکه کې عمران خان وويل، “زه فکر کوم د طالبانو ځينې ډلې غواړي د جوړیدنی او سولې لپاره زموږ له حکومت سره خبرې وکړي، موږ له داسې ځينو ډلو سره په اړيکه کې يوو”.

دا هم ولولئ | په خوست کې سږ کال حاصلات د تیر کال په پرتله لوړ دي

له ده وپوښتل شول چې ايا خبرې د هغوی د تسليمېدو په اړه روانې وې؟ ده وويل چې “خبرې د جوړونی پروسې په باره وې او د تسليمېدو په صورت کې به موږ طالبانو ته بښنه وکړو او د عامو خلکو په توګه به د ژوند کولو اجازه ولري”.د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغان طالبان په دې پروسه کې له پاکستان سره کمک کوي، نوموړي وويل چې “دا خبرې په افغانستان کې ترسره کېږي”

.دا په څو اوونيو کې دويم ځل دی چې د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو ته د عفوی وړانديز کوي. تر دې مخکی د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له بريتانوۍ ورځپاڼې انډېپنډينټ سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې “که پاکستاني طالبان خپل وسله وال فعالیتونه پرېږدي او تسليم شي بښنه به ورته وکړي”.

خو هغه مهال يې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په باره څه نه وو ويلي. شاه محمود ويلي وو که طالبان خپل ترهګريز فعاليتونه پرېږدي او د حکومت ته تسیلم شي، دوی به وبښل شي خو که جنګ ته دوام ورکړي دا به د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ وي. د بهرنيو چارو د وزير دغه خبرې د پېښور ارمي پبلک سکول بريد کې د وژل شوي کسانو د کورنيو له سخت غبرګون سره مخ شوي او ويل يې هغه کسان چې بې ګنا ماشومان وژني څنګه معاف کېدای شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button