سیمه ییز خبرونه

عمران خان وايي،په افغانستان کې د سولې ارمانجن دی

عمران خان وايي،په افغانستان کې د سولې ارمانجن دی، پاکستان تل پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو وعدې کوي.تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثااحمد غوریاني سره په کتنه کې ویلي چې پاکستان افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو ارمانجن دی.

افغان سوله د ټولې سیمې د اقتصادي وضعیت لپاره اړینه ده.د عمران خان پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورۍ اړیکو یادونه کړې او په افغانستان کې یې د امن او سوکالي لپاره د خپلې مرستې تازه ژمنه کړې ده.هغه ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه نظامي حل نه لري او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او ښکېل اړخونه باید تاوتریخوالی کم او اوربند ته غاړه کېږدي.

ښاغلی خان ویلي چې که په افغانستان کې امن وي ټوله سیمې ته یې ګټه رسېږي او د اقتصادي ودې لپاره به ټوله سیمه یو له بله وتړل شي.نوموړي زیاته کړې چې د اقتصاد باید د سیاست قرباني نه شي او هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې هر راز مرستې ته ژمن دی.او غواړي چې په دې برخه کې ډېره همکاري وکړي.

د افغانستان سوداګرۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ پر نوي تړون خبرې وکړي.پاکستان داسې مهال د اقتصاد او امنیت په برخه کې افغانستان ته د همکارۍ ډاډ ورکوي، چې لا هم طالبانو جګړه په شدت روانه کړې ده او د سولې له خبرو د خلکو هیله په کمېدو ده.

عمران خان وايي،په افغانستان کې د سولې ارمانجن دی
عمران خان وايي،په افغانستان کې د سولې ارمانجن دی

هېره دې نه وي چې د پاکستان لومړي وزیر څه موده وړاندې کابل ته په یو ورځني سفر راغلی وو او ژمنه ېې کړې وه چې څومره د د په وس کې وي دی به ېې وکړي. او غواړي چې افغانستان کې دایمی سوله راشي ښاغلی خان ویلی وو چې ارمان ېې دادی چې افغانان په سوله کې ژومد وکړي .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button