عمر داودزی: د بغلان سیلاب ځپلو ته طالبانو لږه پاملرنه کړې
دغه پخوانی چارواکی وايي، طالبانو ونه کړای شول چې د سیلاب ځپلو لپاره نړیوالې مرستې راجلب کړي
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې له ۴۰۰ ډېر کسان مړه کړل او په سلګونه جریبه ځمکې او جایدادونه یې ویجاړ کړل.
له همدې امله د بغلان په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د وروستیو خونړیو سېلابونو له راوتو او درنو ځاني زیانونو وروسته، د دغو زیانونو قربانیانو سره د نړیوالو د مرستو پر کمرنګۍ نیوکې په زیاتیدو دي.
له افغانانو سره د نړیوال چلند
په دې ترڅ کې د جمهوري نظام یوه چارواکي عمر داودزي ویلي، چې نړیوال ان افغان ناورین ځپلو سره توپیري چلند کوي او د نورو ناورین ځپلو برعکس ډېره لږه پاملرنه ورته لري.
هغه مني، چې د افغانستان د ننني وضعیت یو اصلي عامل د ده په ګډون افغان سیاستوال دي او دوی ټول باید د افغانستان له ناورین ځپلو بښنه وغواړي.
نور ولولئ: اوچا: د سیلاب ځپلو د وضعیت د ارزولو لپاره ۱۴ ګډ ټیمونه رامنځته شوي
نور ولولئ: منظور پشتین: بغلان کې وروستي سیلابونه یو ستره غمیزه ده
د بغلان او نورو ولایتونو د وروستیو پېښو زیانمنو سره د مرستو پر څرنګوالي هم نیوکې زیاتې دي او د طالبانو منتقدان د دوی رژیم په دې برخه کې په کم کارۍ تورنوي.
بغلان کې د طالبانو د والي ویاند علم مجیدي بیا ویلي، چې د دوی رژیم د سېلابونو د هر قرباني کورنۍ سره سل زره افغانۍ مرسته کوي.
بغلان ته د ملا برادر سفر
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند بغلان ته د سفر پر مهال ځایي چارواکو سره د سېلاب ځپلو د لاسنیوي په اړه د خبرو او تدابیرو اعلان کړی.
افغانستان په وروستیو کلونو کې سختو طبیعي پېښو ځپلی او اټکل دا دی، چې دغه هېواد به د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلونونو له تر ټولو متضررو هېوادونو وي.
طالب چارواکي د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې مسوول نړیوال ادرسونه ملامتوي، چې د دوی رژیم سره د سیاسي مخالفت لپاره یې افغانستان کې اړوندې کار لاندې پروژې ځنډولي.
د طالبانو منتقدان بیا دوی ګرموي، چې د ملایانو په لاس د واک په انحصارولو او نړۍ او افغانانو سره په نه تعامل یې د افغانستان وضعیت لا بحراني کړی او اوس یې پر نورو د ملامتۍ اچولو هڅې کوي.
پر دې سربېره، پر طالبانو نیوکه کېږي چې د خلکو په ژغورلو او د سیلاب له سیمو د خلکو په ایستلو کې یې ناغیړي کړي، نو ځکه د سیلاب د قربانیانو شمېر زیات شو.