سیمه ییز خبرونه

عوامي نشنل ګوند: د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ برید له ترهګرۍ سره همکاري ده

عوامي نشنل ګوند د بنو پر لاریون کوونکو د پاکستاني پوځ برید غندلی او دا کار یې له ترهګرۍ سره د ملاتړ په مانا یاد کړی دی

نن سهار (جمعه) د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې زرګونه خلکو د پاکستاني پوځ د عزم استحکام عملیاتو پرضد لاریون وکړ، خو پکستاني پوځ پر دغه لاریون ډزې کړي چې ګڼ لاریون‌وال ټپیان او دوه تنه وژل شوي چې دغه شمېره لا کره نه ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې غندي او زیاتوي، دا عمل ښيي چې دولت د امن په ځای د ترهګرۍ سره ولاړ دی.

ماشومانو ته اوښتي مرګ ژوبله

د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې ډزو کې دوه کسان وژل شوي او د ماشوانو په ګډون تر شلو ډېر کسان ټپي شوي دي.

په بنو کې نن په زرګونو خلکو په سیمه کې د امن او د پاکستان د عزم استحکام عملیاتو پرضد لاریون کړی و.

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرو په ځپلو کې طالبان راسره همکاري نه کوي

لا هم مالومه نه ده، چې د پاکستان د پوځ دا ډزې ولې کړې دي.

خو په پاکستان کې له پراخ غبرګون سره مخ شوې دي.

ایمل ولي خان خپل اېکس کې دا ډزې شرمناکې بللې او پوښتنه یې کړې، «د نړۍ کوم ډول قانون د داسې عمل اجازه ور کوي.»

هغه زیاتوي: «ایا د امن د ټینګښت او د ترهګرۍ د ختمېدو غوښتنه جرم دی. د خپل ځان د خوندیتوب لپاره غږ پورته کول ګنا ده.»

په پاکستان کې ناامني

د بنو خلکو تر هغه وروسته وړمه ورځ د لاریون خبره وکړه چې په دې سیمه کې تېره دوشنبه وسلوالو د پوځ په چوڼۍ برید وکړ.

په برید کې د پاکستان اته پوځیان ووژل شول او ځايي خلک وايي، د نظامیانو په ځوابي برید کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې او وروسته د پاکستان پوځ د خپلو مړو ټولولو ته نه پرېښودل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر لاریونوالو نننی برید غندلی او وايي د پښتونخوا او بلوچستان مختلفو سیمو کې به د بنو په ملاتړ نن لاریون وکړي.

پر دې سربېره، په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي حالت خرابېږي او پر پوځ د وسله والو بریدونه زور مومي.

له همدې امله د پاکستان پوځ د وسله والو د ځپلو لپاره د عزم استحکام په نوم عملیات اعلان کړل چې د پښتنو له کلک غبرګون سره مخامخ شول.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button