سیمه ییز خبرونه

عوامي نېشنل ګوند: د پاکستاني پوځ د عزم استحکام عملیات نه منو

میا افتخار حسین وايي، د پاکستاني پوځ دغه عملیات یوه جنکي تجربه ده

په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند مشر میا افتخار حسین په پېښور کې د خبري غونډې په ترڅ کې د پاکستاني پوځ د عزم استحکام په نوم پلان شوي عملیات یوه جنګي تجربه وبلله او کلک مخالفت یې وکړ.

په خیبرپښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند مشر میا افتخار حسین د جون پر ۲۴مه، په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې ترهګري په عملياتو نه بلکې د وسله والو په نه پاللو ختمېږي. هغه زیاته کړه چې خلک په مذاکراتو او عملياتو ځکه باور نه لري چې په تېرو وختونو کې د دغو دواړو په استعمال سره ولس بې کوره او ترهګر قوي شوي دي. ميا افتخار زیاته کړه چې د پښتنو په سیمو کې باید نورې جنګي تجربې ونه شي.

د یادو عملیاتو په اړه د مولانا فضل الرحمن دریځ

بلخوا په همدغه ورځ، د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې پوځي عمليات د امن ضمانت نه شي کېدلی. هغه زیاته کړه چې شهباز شریف تش په نوم وزیراعظم دی چې د پوځي عملياتو د اعلان ذمه واري پرې وراچول کېږي. “دې عملياتو ته باید عزم استحکام نه بلکې عدم استحکام عمليات وويل شي.”

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ:  اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ:   ملا فضل الرحمان له ملا هیبت الله سره د لیدنې لپاره کندهار ته رسېدلی

د جماعت اسلامي مشر نعيم الرحمن په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان پوځي عملياتو نه بلکې سياسي استحکام ته ضرورت لري. د هغه په وينا د هر قسمه عملياتو په اړه بايد لومړی له پارليمانه تاييد اخیستل شوی وای.

afghan (71)
انځور؛ د پاکستان پوځ له ویرې پښتانه خپل کورونه پرېږدي او کډې باروي.

د عزم استحکام عملیاتو په اړه د اسلام اباد اعلان

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۳مه اعلان وکړ چې په ټول ملک کې به د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات پيلوي. د وزيراعظم شهباز شریف د دفتر لخوا په دې اړه خپاره شوي بیان کې راغلي وو چې د دې عملياتو مقصد مخ پر زیاتېدونکې ناامني ختمول او ترهګر له منځه وړل دي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی او د تحريک انصاف مخکښ علي امين ګنډاپور د جون پر ۲۴مه په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د پوځي عملياتو په اړه باید لومړی د دوی هوکړه اخیستل شوی وای. تر دې مخکې تحريک انصاف ويلي وو چې په خیبر پښتونخوا کې نور جنګونه نه مني.

خو په همدغه ورځ د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي خبریالانو ته وويل چې په اسلام اباد کې د اپيکس کمېټې په هغه غونډه کې ګنډاپور ناست وو چې د عزم استحکام عملياتو پرېکړه وشوه خو په وینا یې چې هغه منفي رایه ورنکړه. د کونډي په خبره دا عمليات پيل شوي دي چې باید په اړه یې د کابینې غونډه او ملاتړ وشي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button