غزه کې د اسرائیلو جنګي جنایت؛ ۸۹ تنه وژل شوي او ۱۵۰ ټپیان

اړوند خبر:
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د یرغمل شویو د خوشي کولو تازه هوکړه
د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د اسراییل پوځ د چنګاښ میاشتې په ۲۹مه (یکشنبه) په یوه «خونړۍ حمله» کې پر هغو ملکي وګړو ډزې کړې چې د دې ادارې په خوراکي موادو بار لاريو ته نژدې کېدل.
د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸۹ تنه وژل شوي دي، او دا ورځ د روانې۲۱ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې «یوه له تر ټولو وژونکو ورځو» بلل شوې ده.
د دې وزارت په وینا اسراییلي پوځیانو داسي مهال پر خلکو ډزې پیل کړې چې هغوی د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
د اسراییل پوځ دا ادعا رد کړې چې ګواکې دوی پر هغو کسانو قصداً برید کړی چې خواړه یې ترلاسه کول.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د یکشنبې سهار وختي، هغه مهال ډزې پيل شوې چې د مرستو د ۲۵ موټرو کاروان له «زیکیم» سرحدي نقطې څخه شمالي غزې ته روان و. کله چې دغه کاروان له وروستۍ امنیتي پوستې تېر شو، یو شمېر وږي ملکي وګړي ورنژدې شول، خو ناڅاپه د ټانکونو او پوځیانو له خوا پرې ډزې وشوې.
دغه اداره وايي: «دا وېروونکې پېښه د غزې د بشري عملیاتو لپاره د شرایطو د لا خطرناکه کېدو ښودنه کوي.»
نړیوال خوراکي پروګرام د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او د مرستو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په غزه کې د خلکو د لوږې حالت «یوې نوې کچې ته رسېدلی» او له هرو درې وګړو څخه یو، د خوړلو لپاره څه نه لري. دا هم ویل شوي چې د یو کیلو اوړو بیه تر ۱۰۰ امریکايي ډالرو اوښتې ده.
ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۹۰ زره ښځې او ماشومان چې په بیړه درملو ته اړتیا لري، له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، او دا وضعیت لا پسې خرابېږي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د یکشنبې د ورځې د پېښې ویډیوګانې له اسوشیټډپرس سره شریکې کړي دي، چې پکې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او خلک په تېښته دي.
ایهاب الزی، چې وايي ۱۵ ورځې کېږي ډوډۍ یې نه ده خوړلی، اسوشیټډپرس ته ویلي: «ټانکونو خلک کلابند کړي وو، دوه ساعته مو هلته تېر کړل.» نوموړي، په داسي حال کې، چې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د انتقال غږونه یې شاته اورېدل کېدل، وویل: «زه به بیا هیڅکله دا کار ونه کړم، ځکه له لوږې مړینه تر دې بهتره ده.»
روغتونونو ویلي چې تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي، چې د ځینو حالت نازک دی.
په ورته وخت کې، د غزې په درې لویو روغتونونو کې ډاکټرانو د هغو ماشومانو عکسونه ښکاره کول چې له خوارځواکۍ او د دوا درملو له کمښت سره مخامخ وو.
په عین حال کې، د اسرائیل له لوري د دیرالبلح د تخلیې امر، چې د پوځ د نویو عملیاتو لپاره صادر شوی، د ملګرو ملتونو له انتقاد، د سیمې د خلکو او همداراز له حماس سره د یرغملو اسراییليانو د کورنیو له غوسې سره مخامخ شوی دی.
اسراییلي چارواکو د څو هیوادونو له مشرانو سره خبرې کړي چې د غزې اوسیدونکي هلته ولېږدول شي. ظاهراً په غزه کې د اسراییل له لوري د پیل شوې نسل وژنې هدف دا دی چې غزه پر خپله خاوره ورګډه کړي او د هغې اصلي اوسیدونکي مجبوره کړي چې نورو هیوادونو ته لاړ شي.