نړیوال خبرونه

غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

متحده عربي امارات په پرله پسې ډول په غزه کې اړمنو ته بشري مرستې رسوي

دغه هېواد د زیاتو عربي هېوادونو په پرتله په غزه کې مرستو ته ډېره پاملره کړي او مرستندویه بنسټونه، سره میاشت او دولت یې منظم کار کوي تر څو په غزه کې جګړه ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي.

په ورته وخت کې امارات رفح ښار ته هم د مرستو جوپې رسولي چې په دغه بشري مرستو کې طبي درمل، ګرځنده کلینیکونه، خواړه، پوښاک او نور شامل دي.

afghan (4)
غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

د مرستو اندازه

اماراتو ۳۰۰ ټنه بشري مرسته چې په ۱۴ ټرکونو کې بار وه، د جګړې په سختو حالاتو کې د مصر هېواد د رفح پولې له لارې غزې ته ورسوله.

متحده عربي اماراتو وویل، دغه مرستې په غزه کې پر بې ځایه شویو فلسطینیانو ووېشل شوې. هغه فلسطیني ماشومان چې ناروغان وو، د درملنې لپاره یې ګرځنده کلینیکونه جوړ او تداوي شول. اماراتو وویل چې فلسطینیان په ډېرو ناوړه شرایطو کې قرار لري او هېوادونه یې باید مرسته وکړي.

نور ولولئ:  ایران او متحده عربي اماراتو د جامع اقتصادي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ

نور ولولئ: متحده عربي امارات او بشري مرستې

نور ولولئ:  ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

عربي متحده اماراتو چې کومې مرستې له فلسطینیانو سره کړي، کچه یې ۱۵۷۵۵ ټنو ته رسېږي چې په ۱۶۳ کارګو الوتکو، ۲ باروړونکو کښتیو او ۴۷۶ لاریو کې غزې ته رسول شوي دي. ددغه هېواد چارواکي وايي، که د مرستو د انتقال زمینه برابره وی، نو دغه کچه به څو برابره زیاته وای.

afghan (3)
غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

اماراتو په هغو سیمو کې چې د تېلو کمښت و، ۶ د ډیزلو او نورو نفتي موادو پلانټونه جوړ کړل چې هره ورځ یې یو عشاریه دوه (۱.۲) ګیلنه تېل تولیدول او اړمنو ته یې ورکول.

د ماشومانو په ژغورنه کې د اماراتو هڅې

اماراتو وخت په وخت هغه فلسطیني ماشومان چې سرطاني ناروغۍ یې لرلې یا ټپیان وو، له غزې یې متحده اماراتو ته ولېږدول او هلته یې ددوی درملنه پیل کړه.

دغه ماشومان په څو جوپو کې دغه هېواد ته د اماراتو د دولت په مرسته لېږدول شوي دي.

afghan (5)
غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

د روان کال د اپریل په ۲۷مه د فلسطیني ټپي ماشومانو او پر سرطاني ناروغینو اخته کسانو ۱۶مه جوپه د درملنې په موخه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوه چې په دغه ناروغانو کې یې ۲۵ تنو عاجلې پاملرنې ته اړتیا درلوده.

د فلسطیني ماشومانو او سرطان ناروغانو ۱۶مه ډله د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو په پلي کولو سره متحده عربي اماراتو ته ورسیده. هغه امر وکړ چې د غزې له تړانګې څخه د ۱۰۰۰ ټپي ماشومانو او د سرطان د ۱۰۰۰ ناروغانو د درملنې لپاره دې ټول روغتونونه او طبي پرسونل چمتو شي.

پر دې سربېره امارات اوس هم هڅه کوي چې فلسطینیانو ته تر ټولو مخکې او پر وخت رسیده ګي وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button