نړیوال خبرونه

غني: د دوحې تړون یو ناورین و

د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون یو ناورین و

د افغانستان له واکه پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون یو ناورین و او په افغانستان کې یې د سولې پروسه ګډه وډه کړه.

تړون د سولې بهیر ودراوه

نوموړي له ‘سي اېن اېن’ خبري شبکې سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، دې تړون د سولې د هغې پروسې مخه ډب کړې وه چې افغانانو خپله پیل کړی و. د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا له نوموړي سره دوکه کړې، ښاغلي غني وویل، نه غواړي د دوکې لفظ وکاروي، خو هیله لري چې امریکایانو به د خپلې تګلارې او طالبانو سره د تړون پر پایلو فکر کړی وي.

نور یی ولوله | د جمهوریت د پرځېدو یو کال پوره شو

نور یی ولوله | ملګري ملتونه : ۲۵ ملونه افغانان د بې وزلی ژوند تېروي

محمد اشرف غني زیاته کړه، د افغانستان د راتلونکي په اړه باید په نړیوال کچه جدي بحث وشي، ځکه برخلیک یې پر سیمې، اسلامي هېوادونو او ټولې نړۍ اغېز کولی شي. نوموړي ادعا وکړه چې طالبان خپلو کې یو موټی نه دي او په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه د واک دوه مرکزونه موجود دي، خو وضاحت یې ونکړ چې دا دوه مرکزونه کوم دي.

ښاغلي غني یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د ګېلې په توګه وویل، نړۍ او ناټو د اوکرایین په جګړه کې د ولودمیر زېلېنسکي تر شا ودرېده، خو افغانستان یې یوازې پرېښود. هغه وویل، د امریکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) د روسیې د یرغل په اړه ولسمشر زېلېنسکي ته بشپړ مالومات ورکړي وو، خو له افغان حکومت سره یې د راتلونکي وضعیت په اړه یو سند هم نه و شریک کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button