هنر او ادب

فرانسوي اداکارې او ماډلې مارین الهایمر اسلام قبول کړ

مشهورې فرانسوي اداکارې او ماډلې مارین الهایمر اعلان وکړ چې د اسلام سپېڅلی دین یې قبول کړی دی او د شهادت کلمه یې ویلې ده. 

مارین الهایمر په خپل انسټاګرام اکاونټ یوه ویډیو شریکه کړې چې پکې هغه د شهادت کلمه وایي. هغې دا ویډیو له مکې شریفې څخه شریکه کړې، چې نوموړې اوسمهال هلته عمره کوي. اداکارې لیکلي چې دا شېبې زما د ژوند تر ټولو خوشحاله شېبې او زیاته کړې یې ده، چې څو میاشتې وړاندې یې اسلام قبول کړی او دا بدلون د هغې د روح، زړه او ذهن انتخاب و.

  نور یی ولوله | د راشد خان ستر ارمان څه دی؟

  نور یی ولوله | وواټساپ د ټولو غوره اپلیکیشن دی

نوموړي زیاته کړې، چې له اسلام منلو وروسته د خپل مسلکي او شخصي ژوند په چارو له سره غور کوي او ځان به په هغه ډول برابروي چې اسلام یې امر کوي.هغه وايي مږنږ باید د اسلام مقدس دین ته لا زیاته وده ورکړو او په ټولې نړی کې ېې خپور کړو..

د یادونې وړ ده چې مارین الهایمر په ټولنیزو رسنیو کې په میلیونونه مینه وال لري، هغې په خپله غوره اداکارۍ د ډېرو زړونه ګټلي؛ خو اوس یې د اسلام په منلو د مسلمانانو زړونه خپل کړل

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button