اقتصاد او سوداګريسیمه‌ییزه سیاست او امنیت – د سیمې هیوادونو اغیزې او خبرونه

فراه کې بیارغونه؛ د شیخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کیلومتره سړک چارې پیل شوې

فراه کې بیارغونه د شیخ ابونصر فراهي بندر د مهم سړک په رغولو سره پراخېږي؛ سیمه‌ییز مسوولین وايي، د بندر له صفري نقطې څخه د پشتکوه ولسوالۍ پورې د ۶۴ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې دي.

د فراه د ټولګټو رئیس محمدولي ادریس ویلي، دغه سړک ۶۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري او د ایران له لوري به په اساسي ډول ورغول شي.

د هغه په وینا، یاد سړک مخکې هم د ایران په همکارۍ جوړ شوی و، خو د وخت په تېرېدو او د تګ راتګ له امله یې ځینې برخې زیانمنې شوې او اوس بیا رغونې ته اړتیا لري.

فراه کې بیارغونه؛ ۶۴ کیلومتره سړک په څلورو میاشتو کې بشپړېږي

د فراه د ټولګټو ریاست د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د سړک د بیارغونې چارې په څلورو میاشتو کې بشپړې او وروسته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

محمدولي ادریس له سیمه‌ییزو مسوولینو او د سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې د پروژې د عملي کېدو پر مهال له اړوندو ادارو او قراردادي شرکت سره همکاري وکړي.

ورته مهال د قراردادي شرکت رئیس انجنیر محمد محمدي د پروژې د کار د کیفیت ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ویلي، که ایراني لوری د قیر، تېلو او پلچکونو په برخه کې اړینه همکاري پر وخت وکړي، قراردادي شرکت چمتو دی چې د سړک د بیارغونې چارې په ټاکلي یا تر هغه په لنډ وخت کې بشپړې کړي.

د پروژې ټول لګښت د ایران له لوري ورکول کېږي، خو تر اوسه د سړک د بیارغونې د مجموعي لګښت کره اندازه نه ده اعلان شوې.

د شیخ ابونصر فراهي بندر اقتصادي اهمیت

شیخ ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي او هره ورځ پرې سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

د دغه سړک ښه کېدل د باروړونکو موټرو تګ راتګ اسانه کولی شي او د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې د ترانسپورټ ستونزې راکمولی شي.

فراه کې بیارغونه د دې لارې له بشپړېدو سره د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریز تګ راتګ لپاره هم مهمه بلل کېږي، په ځانګړي ډول ځکه چې سړک له سرحدي بندر څخه تر پشتکوه ولسوالۍ پورې غځېدلی دی. فراه کې بیارغونه

چارواکي تمه لري چې د پروژې په بشپړېدو سره به د لارې اوسنی خراب وضعیت ښه او د سوداګریزو وسایطو تګ راتګ اسانه شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button