فرزاد منصوري د انګلستان په اوپن سیالیو کې د سرو زرو مډال خپل کړ

اړوند خبرونه:
چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان د تکواندو پخواني لوبغاړی «فرزاد منصوري» د کډوالو تر بیرغ لاندې د انګلستان په اوپن سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
فرزاد منصوري رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د تیګو او انګلستان سیالانو ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ورسېد، او د منفي ۸۰ کیلوګرام وزن کټګورۍ کې په وروستۍ لوبه کې، هغه د پورتوریکو خپل سیال ته هم ماتې ورکړه او د سیالۍ په دې پړاو کې یې د سرو زرو مډال وګاټه.
منصوري ۲۳ کلن دی، او څو ورځې وړاندې د بلجیم په اوپن کې د سپینو زرو مډال ګټلی و.
باید وویل شي چې د انګلستان اوپن د مانچسټر په کوربهتوب ترسره شو، چې د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو څخه ۵۸۵ تکواندو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
د افغانستان د ټکوانډو پخواني دغه لوبغاړي د المپیک نړیوالې کمېټې د کډوالو په لوبډله کې د کب په ۲۶مه له فرانسوي او هالنډي سیالانو څخه د لوبو په ګټلو سره یو ځل بیا د سپینو زرو مډال ګټلی و، خو په پایلوبه کې د سرو زرو مډال ته د رسېدو لپاره له خپل امریکایي سیاله ماتې ومنله.
د یادولو ده چې ښاغلی منصوري څلور کاله د افغانستان د ملي لوبډلې غړی و خو ۲۰۲۱ کال کې یې تر سیاسي بدلونونو وروسته انګلستان ته ولاړ.