تجارت خبرونه

فلای‌دوبۍ شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

فلای‌دوبۍ هوايي شرکت له دوه‌کلن ځنډ وروسته کابل ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې

دا لوتنې داسې مهال پیلېږي چې مسافرو د یو شمېر نورو شرکتونو د لوړو بیو ټکټونو شکایت کاوه او څو یې د طالبانو د ترانسپورټ له وزارت وغوښتل تر څو یادې بیې کنترول کړي، خو تر اخره دغه لوړې بیې کنترول نه کړل شوې. د ډېرو مساپرو شک و چې طالبان په دې بیو کې ورسره شریک دي، خو وروسته د هوايي چلند ادارې دا اوازې هم رد کړې.

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

فلای‌دوبۍ له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان ته په لومړي ځل د «فلای دوبۍ» هوايي شرکت الوتنې بېرته پیل شوې.

دغو مراسمو ته طالب چارواکي هوايي ډګر ته تللي و

د حکومت د رسنیو مرکز نن چهارشنبه د لړم ۲۴مه پر اېکس لیکلي چې دغه الوتنې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او د ټرانسپورټ هوايي چلند وزارت په هلو ځلو بېرته پیل شوې دي.

فلای دوبۍ الوتنې نن نن کابل ته خپله لومړۍ الوتنه هم وکړه. د رسنیو مرکز همداراز لیکلي چې د فلای دوبۍ الوتنو پیل به د هوايي شرکتونو ترمنځ د ټکټونو بیو برخه کې سالم رقابت هم رامنځته کړي.

نور ولولئ: د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ سیاسي اړیکې؛ له افغان ملت سره د عربي اماراتو مرستې

د رسنیو مرکز لیکلي: «کابل ته د فلای دوبۍ پروازونو پيل ښيي چې د افغانستان فضاء د هر ډول پروازونو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې او د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې اړین سهولتونه برابر او په معیار برابر خدمتونه وړاندې کېږي.»

د نورو هوايي شرکتونو الوتنې هم پیل شوې وې

له دې وړاندې ځینو نورو هوايي شرکتونو هم افغانستان ته له یوه څه ځنډ وروسته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې وې.

افغانستان په دوبۍ کې زیات مساپر لري چې اکثره یې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو دي چې هلته کاروبارونه او نورې مزدورۍ کوي. دوی هغه مساپر دي چې د دوی د لاس په مزدورۍ خوست او نور یاد ولایتونه او کورنۍ ابادې شوي دي. دغه مساپر وايي چې که ټیکټونه ارزان شي، نو خپل وطن ته به یې تګ راتګ هم زیات وي، خو اوس د الوتکو د ټیکټونو د لوړو بیو له امله زیات وخت په مساپرۍ کې تېروي.

د یادونې وړ ده چې یوازې له خوست ولایت څخه څه کم دوه لکه مساپر په دوبۍ کې کاروبار کوي او د ځینو کورنۍ هم هلته دي چې ژوند یې ارام او ښه دی.

عربي متحده اماراتو په هر حالت کې له افغان ملت سره ښه چلند کړی او سهولتونه یې ورته برابر کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button