Uncategorized

فنلنډ او سویډن د مسکو احتمالي حملې ته چمتوالی نیسي

دغه دواړه هېوادونه پر اوکراین د روسیې له برید ۱۰۰۰ ورځې وروسته د چمتوالي خبر ورکوي

د شمالي اروپا دوه هیوادونه، سویډن او فنلنډ، چې له څو لسیزو نظامي بې‌طرفۍ وروسته، پر اوکراین د روسیې له برید سره هممهاله له دې ډاره چې روسیه به پرې حمله وکړي، له ناټو سره یوځای شول.

د سویډن حکومت په یوه کتابچه کې، چې د دوشنبې له ورځې څخه یې خپلو ۵.۲ میلیون اتباعو ته وېش پیل کړي، هغوی هڅوي چې د دې احتمالي وضعیت لپاره ځانونه چمتو کړي.

د امنیتي سپارښتنو ویبپاڼه

په ورته وخت کې، د فنلنډ حکومت یوه ویبپاڼه پرانیستې چې د خپلو اتباعو لپاره ورته امنیتي سپارښتنې وړاندې کوي څو د روسیې د احتمالي برید پر مهال تیار اوسي.

سټاکهولم د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې نېټې راهیسې، چې د اوکراین جګړه پیل شوه، خپل خلک پر له پسې هڅولي چې روسیې ته د جغرافیایي نژدېوالي له امله، د جګړې د امکان په وړاندې ذهني او لوژیستیکي چمتووالی ولري.

نور ولولئ: اروپايي پارلمان اوکراین ته د ۳۵ میلیارده یورو «پور» تصویب کړ

نور ولولئ: امریکا، اوکراین ته؛ پر مسکو به د لر واټنه توغندیو ویشتل لوبه بدله نه کړي

نور ولولئ: روسیه ملګرو ملتونو ته؛ موږ پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کوو

روسیې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ویلادیمیر پوتین له هغه وروسته د اټومي وسلو سند لاسلیک کړ چې واشنګټن اوکراین ته د روسیې له ننه هدافو په نښه کولو لپاره د وسلو ورکولو ژمنه وکړه.

د ۳۲ مخونو کتابچه له ساده انځورونو سره

دغه کتابچه چې  سرلیک یې دی:”که بحران یا جګړه وشوه” د سویډن د ملکي بېړنیو چارو ادارې له خوا خپره شوې، د جګړې، طبیعي پېښو، یا سایبري بریدونو په څېر د بحرانونو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کوي. له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې دا نسخه پنځه ځله تازه او وېشل شوې ده.

دا ۳۲ مخیز سند د ساده د تصویرونو په کارولو سره د دې شمالي هېواد د بیلابیلو ګواښونو وضاحت کوي. د هر ګواښ لپاره یو ځانګړی خبرداری شته: که د خطر زنګ ۳۰ ثانیې غږیږي، بیا ۱۵ ثانیې چوپتیا وي او دا کار د پنځو دقیقو لپاره تکرار شي، نو هېواد د اعظمي خبرداري په حالت کې دی.

دا لارښود په ځانګړې توګه هغه خوراکي توکي او سامانونه لیست کوي چې ذخیره کول یې اړین دي، د هوايي برید په صورت کې د پناه ځای موندلو څرنګوالی تشریح کوي، او دا بیانوي چې د سیمې د تخلیې پر مهال خلک باید څه شیان له ځان سره ولري: اوبه، خواړه، درمل، د بیټرۍ یا لمریزې انرژۍ رادیو، تودې جامې، نغدې پیسې، نقشه، قطب‌نما، مهم اسناد، او نور.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button