نړیوال خبرونه

قریشي: طالبان دوحې کې د امریکا سره شوي تړون ته ژمن دي

د ګاونډي هېواد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي پرون د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي سره لیدلي ،هغه د طالب مشرانو سره د کتلووروسته رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې طالبان اوس هم د دوحې تړون ته ژمن دي

ښاغلي قریشي وویل په دې باور دي، چې په افغان سولې بهیر کې شته خنډونه د خبرو له لارې لرې کېدلی شي.قرېشي تردې ملاقات وروسته له رسنیو سره خبرو کې وویل، شاوخوا دوه ساعته يې له طالب پلاوي سره دده په ټکیو په دوستانه او ښه ماحول کې خبرې وشوې.اونوموړي دا هم وویل چې طالبان د قطر توافق ته ژمن دي او غواړي چې د سولې مزاکرات پیل کړي،

او زیاتوي چې ، باید په هغه تړون کټ مټ عمل وشي. هغوی نن هم هغه تړون ته ژمن ښکاري، او زیاتوي، که لږ ډېرې ستونځې وي،‌ نو د خبرو اترو له لارې هوارېدلی شي. زما هیله ده، چې زموږ له دوی سره تردې ملاقات وروسته به یوه لاره راووځي ”.د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي په خبره طالب پلاوي په افغان سولې بهیر کې د پاکستان مننه وکړه او دوی ته يې ویلي، چې د طالبانو ټول مشران د پاکستان ددغو هڅو هرکلی کوي.او ملاتړ ېې هم کوي

د دغه هېوادد بهرنیو چارو وزارت له لوري رسنیو ته په خپرې شوې یو خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي او طالب پلاوي ترمنځ په دې لیدنه کې ښاغلي قرېشي یاد پلاوي ته باور ورکړ، چې پاکستان یو سوله ييز، باثباته، متحد او ډیموکراتیک افغانستان غواړي.اودا ېې هم ویلي دي چې پرامنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی،

د پاکستان د خارجه وزیر قرېشي سره تردې لیدنې وروسته دا نه هم پاکستانیو چارواکو او نه هم طالبانو ویلي، چې د طالب پلاوي د پاکستان دغه سفر پای ته رسېدلی که نه؟ خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین پرون له رسنیو سره خبرو کې ویلي وو، چې دغه پلاوی د وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره له ځانګړي استازي صادق خان سره ويني.او په نورو جزیاتو به هم خبرې کوي

قریشي: طالبان دوحې کې د امریکا سره شوي تړون ته ژمن دي
قریشي: طالبان دوحې کې د امریکا سره شوي تړون ته ژمن دي

ميډیا ته ددغې لیدنې په هکله لاهم کوم مالومات نه دي ورکړل شوي.له دې سره د طالب پلاوي د پاکستان د اوسني سفر په هکله د افغان حکومت له لوري لاهم کوم غبرګون نه دی راغلی، خوپه سوشل ميډیا کې په دې اړه غبرګونونه راپارولي او عامو وګړو ویلي دي چې طالب مشرانو ولې پاکستان ته سفر کړۍ او دويي هلته څه کوي دويي ولې مستقیم مزاکرات نه پیلوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button