کورني خبرونه

قریشي: غني د هند په لمسون د افغان سولې ته خنډونه جوړوی

  افغانستان  افغانستان

قریشي ویلی چی اشرف  غني د هندوستان په لمسون د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړوی د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي تورن کړی  چې د افغانستان د واکمنی څحه پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د هند په لمسون د افغان سولې بهیر ته خنډونه جوړوی

ښاغلي قریشي دا ښکاره کړی  چی د سه شنبه  ورځ د افغانستان د وضعیت په تړاو  د پاکستان د پارلمان د خارجه  چارو کومېټې یوې ځانګړې ناستې ته خبری  کړې. نوموړي همدا رنګه  تور لګولی چې هند د افغانستان د اوسني  حالات  تړاو ناسم تبلیغات کوي او غواړي چې د نړیوالو سترګو ته خاورې واچوی. پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړی  قریشي وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون ندی  ښودلی خو په تېر کې یې خپله او د حکومت نورو مهمو چارواکو پر پاکستان تورون کړی وو  چې افغانستان کې امینت نه  غواړي.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

یادونی  وړ ده  چې پاکستان همدا تېره اوونۍ د ټرویکا-پلس هېوادونو د غونډې کوربتوب کړی  چې په کې د افغانستان لپاره د امریکا، چین، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو ګډون درلوده . بل اړخ  هند کې هم څو ورځې وړاندې د افغانستان د ګاونډیو او د مرکزي اسیا د ځینو هېوادونو د امنیتي چارواکو غونډه شوې. په تېره اګست میاشت کې پر کابل د طالبانو له واکمنی څخه  رادیخوا  پاکستان له دې ډلې سره نژدې اړیکې ساتلې  او پر نړیوالې ټولنې  بیا هم غږ کړی  چې باید طالبانو سره تعامل وشي.

خارجه وزیر شاه محمود قریشي سه شنبه د پارلماني کومېټې ځانګړې ناستې کی ویلی چی  نړیوالې ټولنې ته یې قناعت ورکړی چې باید افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار نه کړي. پاکستان د هغو کمو هېوادونو څخه په ډله کې دی چې  اوس مهال په کابل کې فعال سفارت لري.

 او له افغانستان څخه  د بهرنیو او اړ افغانان  وګړو د ایستلو بهیر کې یې هم امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره همکاری کړې په افغانستان کې د هند او پاکستان سیاسي، دیپلوماتیکه او  امنیتي سیالي کومه پټه خبره نده  خو د دواړو هېوادونو په تګلارو کې څرګند توپیر لېدل شوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button