اقتصاد او سوداګري

قزاقستان افغانستان ته د پټلۍ له لارې صادراتو ته ۵۰سلنه تخفیف ورکوي

طالبان وايي، قزاقستان د پټلۍ له لارې د افغانستان صادراتو ته ۵۰سلنه تخفیف ورکولو ژمنه ورکړي ده

د طالبانو لخوا د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا د هڅو په لړ کې قزاقستان ددوی له رژیم سره ژمنه کړي چې د افغانستان په صادراتو به د رېل پټلۍ له لارې ۵۰سلنه تخفیف وي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزي پرله پسې قزاقستان ته سفرونه کوي تر څو د افغانستان صادراتي اموال د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ورسوي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وايي، چې د قزاقستان چاروداکو د دغه هېواد د پټلۍ له لارې د افغانستان صاداراتو ته د ۵۰ سلنه تخفیف کولو ژمنه وکړه.

په نورو برخو کې ژمنې

دا ژمنه د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر په مشرۍ پلاوي سره شوې چې په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی دی.

د طالبانو صنعت او سودارګرۍ وزارت نن په اعلاميه کې ویلي، چې نور الدین عزیزي د قزاقستان د کرنې مرستیال وزیر، د غلې شرکت او د پټلۍ ادارې له مسرانو سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنخ د باثباته سوداګرۍ، په مناسبه بيه د غلو دانو د وارداتو او صادراتو پر پياوړتيا همه خبري وکړې.

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

نور ولولئ: د امو نفتي حوزې د ۸ څاګانو استخراج پیل شو

نور ولولئ: د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

اعلاميه زياتوي، چې طالب پلاوی د«بينو» په نوم د غلې يوه ترمینل ته هم لاړ، چې د څه باندي سل زره ټنه ذخېرې ظرفيت لري.

afghan 2024 07 20t163632.294
قزاقستان افغانستان ته د پټلۍ له لارې صادراتو ته ۵۰سلنه تخفیف ورکوي

اعلاميې ليکلي: «د دواړو هېوادونو تر موافقې وروسته به په دې ترمنينل کې غنم ذخيره کيږي او د اړتيا پر مهال به مخامخ د افغانستان جنوبي ولایتونو ته لېږدول کيږي.»

اقتصادي غونډه کې د پلاوي ګډون

د طالبانو دغه پلاوي د قزاقستان په اقتاو ښار کې د شمال – سويل سوداګريز ترانسپورت او صادراتو فورم په غونډه کې هم پرون ګډون وکړ.

دغه غونډه د هغه ترانسپورټي دهلیز د جوړولو په موخه جوړه شوې، چې بیلاروس، روسيه، قزاقستان، ترکمنستان او افغانستان سره نښلوي.

په دې غونډه کې د افغانستان ترڅنګ بېلاروس، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، هند، ایران، عمان، سوریې او متحده عربي اماراتو استازو هم حضور درلود.

طالبان سره له دې چې له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي، بیا هم هڅې کوي چې د افغانستان اموالو ته صادراتي بازار پیدا کړي او صنعتکران وکولی شي تر څو نورو هېوادونو ته اموال صادر کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دغه هېواد کې بې روزګاري ډېره شوي ده او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button