اقتصاد او سوداګري

قزاقستان کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

اړوند چارواکي وايي، قزاقستان کې د افغاني محصولاتو نندارتون پرانیستل شوی

د ا.ا صنعت او سوداګرۍ وزارت د قزاقستان په «شیمکنت» ښار کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو نندارتون له پرانیستې خبر ورکړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې په یاد نندارتون کې لسګونو افغان شرکتونو خپل کورني محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغاني محصولاتو او تولیداتو دا نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د لوړرتبه قزاقستاني چارواکو په شتون کې پرانیستل شوی دی.

چین له افغانستان سره پر فابریکه‌يي تجهیزاتو سمبال د ۱۵۶ کورونو مرسته وکړه

ویل کېږي چې دا نندارتون به د روانې اکتوبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې دوام وکړي.

د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د یاد نندارتون د تنظیمولو په برخه کې د قزاقستان له حکومت مننه کړې او ویلي یې دي چې له دې اقدام یې موخه د افغانستان د تولیدي وړتیاوو معرفي کول او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا ده.

تر دې مخکې هم په یو ګڼو هېوادونو کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو بېلابېل نندارتونونه پرانیستل شوي وو چې په نړیواله کچه د افغاني توکو د پېژندنې په برخه کې ګټور بلل شوي وو.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button