نړیوال خبرونه

قطرته دولتي تلونکي پلاوي کرونا ټېسټونه وشول

قطر ته دولتي تلونکي پلاوي ټېسټونه وشول د افغانستان د دولت لخوا طالبانو سره د افغان دولت دمذاکراتي ټیم ټولو غړو د قطر هیواد وېزې ولګېدې او د کرونا لپاره یې ټیسټونه هم وکړل،دويي به ډېر ژر قطر ته سفر وکړي،

یوې ميډیا ته ارګ ویلي چې دولتي پلاوی به د یوې چارټر الوتکې په وسیله قطر ته سفر وکړيسرچینه وايي‌چې د مذا کراتو دا لړۍ به تر ډېره بریده له ميډیا سره نه شریکیږي او لمړنۍ غونډه کې به د څارونکو په توګه د قطر هیواد استازي ګډون وکړي، ‌قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د پیلیدو په درشل کې دي؛ خو د دغو خبرو رسنیز پوښښ د محدودولو هڅو د افغان خبریالانو او مدافع بنسټونو اندېښمن کړي دي

بازې خبریالان، چې د پوښښ لپاره قطر ته د تلو هوډ لري؛ دغه هېواد ویزه نه ورکوي.اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي عین الدین بهادري ویلي، چې په قطر کې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د افغان خبریالانو ګډون باید اساسي شرط وي، چې وکولی شي د خبرو جزئیات خلکو سره شریک کړي،

ژورنالستانو ویلي؛ افغان طالبانو او امریکايي پلاوي هم په قطر کې شاوخوا یو کال د تړلیو دروازو تر شا خبرې وکړې او خبریالانو په ډېره سختۍ له دغو مجلسونو معلومات تر لاسه کول.عام افغان وګړي هم په دې باور دي، چې باید د افغانانو له خپلمنځي خبرې له عوامو سره شریکې شي او پوه شي، چې د افغانستان او خلکو برخلیک ټاکنه کوم پړاوونه وهي او پر کوم لوري مخې ته زي،

دميډیا ملاتړي بنسټونه وايي؛ که څه هم له افغان دولت سره توافق ته رسیدلي، چې د خبرو او غونډو جزئیات به رسنیو ته وړاندې کبږي؛ خو حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي چې دغه خبره به څومره پورې عملي شي اوس وخت کې دولت باید په دې اړه جدي پرېکړه وکړي او دا موضوع عملي او حل کړي،

خبریال ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تر اوسه د دافغان حکومت د سولي‌ په مذاکراتي ټیم کې چې مشري یې معصوم ستانکزی کوي‌کوم بدلون نه دی راوستۍ ، البته ارګ هڅه کوي‌چې د خبرو پړاو ته یو شمیر ښځینه افغانان هم ور معریفي کړي،د ې سره به افغان مېرمنو اندېښنې هم ختمې شي او دا به نه وايي چې زمنږ حقوق پکې ندي خوندي شوي،

قطر ته دولتي تلونکي پلاوي ټېسټونه وشول
قطر ته دولتي تلونکي پلاوي ټېسټونه وشول

خو بلخوا بیا د طالبانو ځینو سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې ددوی مذاکراتي‌ټیم ته تازه دوه کسان نور وراضافه شوي‌ چې طالب قوماندانان دي‌ او تر اوسه لا هم په کوټه کې دي.دويي وايي چې زموند ټیم هم تیار دۍ دوي دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې مونږ د طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلۍ کوو او افغان دولت سره خبرو ته چمتو یو چې دې خبرې سره ډېر افغانان د سولې لپاره هیله مند شوي دي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button