Uncategorized

قطر: افغان حکومت دې ښځو سره تبعیضي چلند پای ته ورسوي

قطر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې د ښکارولو ترڅنګ له ښځو سره د تبعیض د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.

په جنیوا کې د قطر د دایمي استازولۍ سرپرستې السووایدي د بشري حقونو د شورا په ۴۹ مه غونډه کې وویل: “قطر پر هغه څه چې افغانستان کې د بشري حقونو د لوی کمېشنر په راپور کې ویل شوي، اندېښنه لري.”

دې زیاته کړه، قطر د اګسټ له ۱۵مې نېټې را وروسته په افغانستان کې په پراخه پیمانه د وسله والو نښتو د کمېدو او په نسبتاً سوله ییز چاپېریال کې د افغانانو د اوسېدو هرکلی کوي، خو دې پر هغو راپورونو اندېښنه وښوده چې پر اساس یې ویل شوي چې افغانستان کې اقتصادي او مالي بحران ستر منفي اغېز کړی، د ژوند ستنډرډ ټیټ شوی، بیې لوړې شوي، د خوراکي موادو مصؤنیت لږ شوی او روغتیايي خدمات کمزوري شوي دي.

نور یی ولوله | ټرانزیټي هوکړه افغانستان او پاکستان د یو بل له خاورې ګټه اخیستلی شي

په جنیوا کې د قطر د دایمي ماموریت سرپرستې پردې ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید سیاسي نه کړای شي او د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د پر له پسې خرابېدو په نتیجه کې د بشري حقونو پر اړوندو چارو د ډېر منفي اغېز په وړاندې یې خبرداری ورکړ.

امریکا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له کابله خپل سفارتونه قطر ته لېږدولي او دا هېواد لا هم په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.

ليكوال

  • زرینه نوري

    زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

دا هم ولولئ:  غزې ته د متحده عربي اماراتو بشري مرستې

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button