تجارت خبرونه

ټرانزیټي هوکړه افغانستان او پاکستان د یو بل له خاورې ګټه اخیستلی شي

افغانستان او پاکستان یوې ګډې هوکړې ته رسېدلي چې دواړه هېوادونه کولی شي په ازادانه ډول د ټرانزیټ لپاره د یو بل له خاورې استفادې وکړي.

د پاکستان د صدراعظم مشاور عبدالرزاق داوود په خپل یوه تازه ټوېټ کې ویلي دي چې د دې هوکړې پر بنسټ د مارچ میاشتې له ۲۱مې نېټې څخه د پاکستان بار وړونکي موټر د افغانستان خاورې ته او د افغانستان د پاکستان خاورې ته تګ راتګ کولی شي.

ښاغلي داوود زیاته کړې چې د افغانستان اړخ ته بار وړونکي موټر کولی شي له کرښې د اوښتلو اجازه لیک په کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې د دې هېواد له قونسلګرۍ ترلاسه کړي.

نور یی ولوله | ملګري ملتونه: په هرو ۱۰۰زره ولادتونو کې ۶۳۷ ميندې مري

همدا ډول د پاکستان د ټرانسپورټ سکتور بیا کولی شي چې په کوټې او پېښور کې د افغانستان له قونسلګریو څخه افغانستان ته د اوښتلو سند ترلاسه کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ دا تړون داسې مهال کېږي چې له مخکې افغان سوداګرو پاکستان ته د ټرانزیټ برخه کې په ځلونو شکایت کړی و.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button