نړیوال خبرونه

قطر: نړیوال باید افغانستان سره بشري مرستې وکړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو غوښتي چې د افغانستان له خلکو سره هرڅومره چې ژر کېدای شي، بشري مرستې وکړي.محمد بن عبدالرحمان الثاني دغه غوښتنه د سېپټمبر پر ۱۱مه له خپل روسي سیال سېرګې لاروف سره په مسکو کې تر لیدو وروسته کړې ده.

نوموړي خبري غونډې ته ویلي چې که په افغانستان کې حالت لا خرابېږي نو هېڅ یو ګاونډی به یې له ناوړه اغېزه خوندي نه وي.د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر له مخې، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف وویل، په افغانستان کې یو ډېر دردوونکی بشري حالت پیدا شوی دی.د ده په وینا، کېدای شي چې دا له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو د ورماتېدو سبب شي.لاوروف زیاته کړې،

fb img 1631506268330

دا د هغو ټولو هیوادونو مسوولیت دی چې د افغان کډوالو د ستونزې حل لارې ولټوي چې د افغانستان په روان وضعیت کې ښکېل دي.د قطر او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ.

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې ادارې لا په بشپړه توګه نه دي فعالې شوي او ملګرو ملتونو هم ویلي چې په هغه هېواد کې د بې کارۍ له وجې بې وزلي لا زیاتېدای شي. همدا لامل دی چې ملګرو ملتونو له افغانانو سره د مرستو لپاره د سېپټېمبر پر ۱۳مه په جینیوا کې د غونډې اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د ناامنیو او اوږدمهاله وچکالۍ له وجې د بې وزلۍ کچه خورا لوړه شوې د او میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button