قطر کې بند پاتې افغانان؛ د امریکا د کانګرس نوې مسوده د هغوی راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کوي

د امریکا د دفاعي بودیجې په نوې مسوده کې شامل ځینې وړاندیزونه ښايي د قطر کې بند پاتې افغانان له تازه اندېښنو سره مخ کړي. د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» ویلي، د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د امریکا د ملي دفاع د واک ورکولو قانون (NDAA) په لومړنۍ مسوده کې داسې مادې ځای پر ځای شوې چې د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدو پر بهیر اغېز لرلای شي.
د افغان ایواک مشر شان وانډایور ویلي، د امریکا د سنا او استازو جرګې له لوري چمتو شوې مسوده د هغو افغانانو د وضعیت په اړه مهم مواد لري چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او اوس په قطر کې د استوګنې په موقتي مرکزونو کې ژوند کوي. قطر کې بند پاتې افغانان
د لېږد پر بهیر د محدودیتونو وړاندیز
د راپور له مخې، د مسودې یوه برخه وړاندیز کوي چې په قطر کې مېشت افغانان هغو هېوادونو ته ونه لېږدول شي چې د امنیتي خطر له پلوه د لوړ ګواښ لرونکي بلل کېږي.
افغان ایواک اندېښنه څرګنده کړې چې که دا وړاندیزونه عملي شي، نو د قطر په مرکزونو کې د افغانانو د بیا مېشتېدو بهیر به لا پسې ورو او پېچلی شي. د دغو اندېښنو له مخې، ګڼ افغانان به نه نورو هېوادونو ته د تګ فرصت ولري او نه به یې د راتلونکي په اړه روښانه پرېکړه وشي. قطر کې بند پاتې افغانان
د افغان همکارانو د اسنادو د ساتنې طرحه
د مسودې په بله برخه کې د هغو افغانانو د اسنادو د خوندي ساتلو لپاره د ځانګړي پروګرام د جوړولو وړاندیز شوی چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې وه.
د امریکا د استازو جرګې هم وړاندیز کړی چې د «افغان جګړې د بیاکتنې کمېسیون» دنده وغځول شي، څو د دغه کمېسیون وروستی راپور بشپړ او خپور شي.
د قطر د استوګنې مرکز د تړل کېدو اندېښنې
افغان ایواک ټینګار کوي چې یاد وړاندیزونه لا هم د قانون بڼه نه لري او یوازې هغه مهال نافذېدای شي چې کانګرس یې تصویب او د امریکا ولسمشر یې توشیح کړي.
خو سازمان خبرداری ورکوي چې د قانوني بهیر تر بشپړېدو وړاندې د وخت مسئله لا هم جدي ده. د قطر هغه مرکز چې اوس پکې له زر څخه ډېر افغانان مېشت دي، ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال تر سپتمبر پورې وتړل شي. قطر کې بند پاتې افغانان
شنونکي باور لري چې د مرکز احتمالي تړل کېدل او د کانګرس د نوې مسودې نامعلوم برخلیک، د قطر کې بند پاتې افغانان له یوه نوي او حساس پړاو سره مخ کوي؛ داسې پړاو چې د دوی د راتلونکي په اړه لا هم روښانه ځواب نه لري.



